سختو سيلابونو په پاکستان کې ۴۹ کسان وژلي

روهي (جمعه/۲۹ د وري)، د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې وروستيو سختو سيلابونو د مالي زيانونو ترڅنګ ۴۹ کسان وژلي دي او په ګڼ شمېر يې ټپيان کړي دي.

حکومت ويلي چې د سيلابونو زياته برخه په پښتونخوا او پنجاب ايالتونو کې رامنځ ته شوي؛ ۴۹ کسان ټپيان، ۱۷۹ ټپيان او درنه مالي زيانونه يې پېښ کړي دي.

سيلابونه د موسمي بارانونو له امله رامنځ ته شوي دي. حکومت وايي چې په ګن شمېر کسان ورک دي چې د پلټنې او ژغورنې هڅې يې پيل شوي دي.

وروستيو موسمي بارانونو او سيلابونو په ايران، افغانستان او پاکستان کې خلک په مالي او ځاني ډول اغېزمن کړي دي.