
روهي (پنځه نۍ/۲۹ د وري)، مسکو کې رسمي سرچينو ويلي دي چې په نېږدې ورځو کې به د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د يو رسمي سفر په ترڅ کې مسکو ته راشي.
د روسيې ولسمشرۍ ماڼۍ يا کرملېن په يوې خبرپاڼه کې ويلي دي، چې کېم جونګ اون د ولسمشر ولادميير پوتين په رسمي بلنه د ۱۲ ورځو دننه مسکو ته راځي.
د يادونې ده چې ولسمشر پوتين همدا اونۍ چين ته ځي او ښايي چې د شمالي کوريا سره په پوله لرونکي ( ولادي وستوک) ښار کې له کېم جونګ اون سره هم وګوري.