پاکستان کې د اقتصادي بحران له زياتېدو وروسته ماليې وزير (اسد عمر) استعفا ورکړه

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د وري)، د پاکستان ماليې وزير اسد عمر په يو ټويټ کې د خپلې استعفا خبر خپور کړ. اسد عمر ويلي چې د پاکستان اقتصاد په بحراني وضعيت کې دی او ده له دندې استعفا ورکړه.

د نوموړي په وينا؛ واک ته د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف ګوند په رسېدو سره اقتصادي وضعيت بحراني شو او لا هم دوام لري.

د ماليې دغه پخواني وزير ويلي دي، چې د اقتصادي بحران څخه د وتلو يوازېنۍ لار په اقتصادي برخه کې بنسټيز بدلونونه دی.

اسد عمر د انصاف تحريک ګوند غړی دی او ويلي دي چې استعفا يې په دې مانا نه ده چې ګواکي د ګوند غړېتوب به هم پرېږدي.