هاغه پورې کلي کې مفتي چې دی
هاغه مو د ښې بدې قاضي چې دی
هاغه لوی دښمن د روغې جوړې دی
هاغه زناکار او شرابي چې دی
هاغه چې کوي تَصَنُعِي تقوا
هاغه تور قانون باندې راضي چې دی
غر ، کاڼی ، لرګی یې زمونږ هضم کړ
غلی مو اوبه ته هم بیخي چې دی
تور ښامار مې هاغه ځای ته ټک ورکړي
کوم ځای له مودو مودو ټپي چې دی
نیم ملت مې ځکه بدې شپې ګوري
نیم ملت خرڅ شوی په پردي چې دی
سر به کړي راپورته دا ملت ضرور
دا ملت پخوا نه تاریخي چې دی
سوله کې که ژوند دی نو افغان ته دی
سوله کې تاوان د ګاونډي چې دی
سولې باندې وډار شم جواده ډېر
سولې ته ستر خنډ او ستر کوهي چې دی
وروستي