شمالي کوريا نوې وسله وازمويله

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د وري)، د شمالي کوريا دولتي رسنيو ويلي دي چې هېواد يې د "تاکتیکي لارښوونې وړ" نوې وسله ازمويلې ده.

حکومت ويلي دي چې دغه وسله د شمالي کوريا د پوځي قدرت په برخه کې اړين او مهم رول لري.

د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ د خبرو وروسته دا لومړی ځل ده چې شمالي کوريا د وسلو په ازموينه بيا لاس پوري کوي. تر اوسه امريکا د دغه چارې په اړه غبرګون نه دی ښوودلی.