
روهي( پنځه نۍ/۲۹ د وري )، د بلوچستان ایالت په اورماړه سیمه کې په عمومي سرک نامعلومو وسله والو ۱۴مسافر له بسونو ښکته کړي او بیا یې وژلي دي.
د یادې سیمې د حکومتي عسکرو رسنیو ته ویلي د اوړماړه په بزي ټاپ سیمه کې د شپې د دولس نیمو اؤ یوې بجې ترمینځ د۱۵و نه نیولي تر۲۰و پورې وسله والو د کراچۍ او ګوادر ترمینځ روان پینځه یا شپږ بسونه ودرول او په هغې کې دناستو مسافرو دشناختي کاردونو له کتلو وروسته یې هغوی له بسونو ښکته کړل.
سرچینې وایي وسله والو په ۱۶ؤ کې ۱۴ مسافر وژلي اؤ دوه په ټېښته د نزدې د لیویز امنیتي پوستې ته ورغلي چې هغوئ هم ژوبل دي اؤ امنیتي ځواکونو د اورماړه روغتون ته رسولي دي.
ددغو وژنو پړه تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخسیتې خو په بلوچستان کې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو وختونو کې مسافر له بسونو ښکته شوي او وژل شوي.