امریکا کې یوې زده کوونکې ته د ښوونکي لخوا پرې د جنسي تیري کیدو له امله ۸ میلیونه ډالره ورکړل شو

روهي( پنځه نۍ/۲۹ د وري )، امریکا کې د کاتولیکو مسیحیانو د کلیسا د لاس انجلس د ایالت د اسقف اعظم دفتر د کلیسا اړوند د یو ښوونځي زده کوونکې ته د ښوونکي لخوا پرې د جنسي تیري کیدو له امله ۸ میلیونه ډالره مالي سزا ورکړل شوه.
 
د کلیسا په ښوونځي کې د جنسي ځورونې د پيښو د قربانیانو نه د یوې نجلۍ د مدافع وکیل داوید رینګ خبري رسنیو ته ویلي دي چې د کاتولیکو مسیحیانو د لاس انجلس ایالت اسقف اعظم دفتر د کلیسا اړوند د سان ګابریال میسیون په ښوونځي کې د روغتیا د څانګې د ښوونځي او د سپورتي فعالیتونو د مشر خوان ایوان باراجاس لخوا د تښتول شوي زده کوونکې چې جنسي تیری پرې کړی وو اته میلیونه ډالره مالي سزا ورکړل شوه.
 
هغه ویلي دي چې کلیسا د نوموړې زده کوونکې سره د عدلي جوړجاړي په پایله کې هغه ته د ۸ میلیونه ډالرو مالي سزا ومنله.
 

د بله پلوه په امریکا کې د کاتولیکو مسیحیانو د کلیسا د اسقف اعظم دفتر ویلي دي چې په تیرو ۱۵ کلونو کې د جنسي ځورونې د دعواګانو په چوکاټ کې د یو زیات شمیر قربانیانو سره جوړجاړی کړی او تر اوسه ۷۴۰ میلیونه ډالره غرامت ورکړی دی.