
روهي (پنځه نۍ/۲۹ د وري)، د بي بي سي د خبر پر اساس د پيرو هېواد ولسمشر (الن ګارشیا) ځان وژنه کړې ده. نوموړي هغه وخت ځان قتل کړیو چې پوليسو يې د نېونې په پار تللي وو.
(الن ګارشیا) له ۱۹۸۵ څخه تر ۱۹۹۰ پورې بيا د ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۱ کال پوري د پيرو دوه ځله ولسمشر پاتې شوی وو.
پوليس ويلي چې (الن ګارشیا) له يو ارجنټياني شرکت څخه د رشوت اخېستو په تور نېول کېدو، خو له نېونې وړاندې يې ځان وواژه.
د پيرو اوسي ولسمشر په دې پېښه خواشيني ښوودلې ده او د (الن ګارشیا) له کورنۍ سره يې غمشريکي کړې ده.