
روهي (پنځه نۍ/۲۹ د وري)، د صدف خادم په نوم ايرانۍ ښځينه لوبغاړې باندې وروسته له هغې د نېونې حکم شوی دی، چې فرانسې کې يې د بوکس لوبې تر سره کړې.
نوموړې په فرانسه کې د بوکسېنګ د لوبو په سياليو کې خپل سيال اني چاوین ته ماته ورکړه، خو ايران يې ځکه د نېونې حکم کړی دی چې دغه سيالي يې په خپل سر کړې.
د ايران د بوکس فدراسيون هم منلې ده، چې په يادو لوبو کې يې د ښځو لپاره کوم پروګرام نه وو، او صدف خادم په خپل سره په کې برخه اخېستې ده.