ولسمشر اردوغان د ایران د بهرنیوچارو وزیر سره ولیدل

روهي( پنځه نۍ/۲۹ د وري )، ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی تللی دی ولیدل.
 

د ترکیې هېواد دسرچینو له قوله د ولسمشر اردوغان او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف لیدنې یو ساعت او ۱۰ دقیقې وخت ونیوه.
 
پدې لیدنه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم ګډون درلود.

د ویلو ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې پرون ترکیې ته راغلی لومړی د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره دوه په دوه لیدنه وکړه.