
د افغان حکومت په استازیتوب د دوحې په ناسته کې به هغه ۲۵۰ کسیز پلاوی ګډون وکړي، چې حکومت یې نوملړ په رسمي توګه اعلان کړی. په دغه لېست کې سره له دې چې د بېلابېلو احزابو او اقشارو استازي حضور لري، مګر دوی د دولت او ملت په استازیتوب د دوحې ناسته کې ګډون کوي.
په دې هیله چې د دغه پلاي ورتګ د دولت او طالبانو تر منځ د مستقیمو مذاکراتو زمینه برابره کړي، ځکه چې افغانان نور له وژنو، جګړو او بدمرغیو ستړي دي او له دې زیات د جنګ او وحشتونو د زغم تاب نه لري. دا نو د دغه پلاوي صداقت پورې اړه لري چې دوی په څومره متانت او اخلاص د دولت او ملت استازیتوب کوي.
له افغان حکومت سره د سیاسیونو یو ځای کېدل او طالبانو ته د سولې یوه مرجع معلومول د دې باعث شوه چی طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېني او باور دی چې دا ځلي ناسته به افغانانو ته د واقعي سولې د تامین رنګ راوړي. سوله د ټولو ګډه هیله ده.
که څه هم د سولې په اړه افغان ولسمشر له افغان سیاسیونو سره ګڼې ناستې او مشورې وکړې، خو دوی واحد لیدلوری خپل نه کړ او ډېر وخت به یې سلیقوي او اختلافي او ډېر کوچني مسایل یادول او مطرح کول، مګر دا لومړی ځل دی چې ټولې خواوې د سولې په اړه سره سلا او یوه خوله دي او که خدای کول په دوحه کې به له وسله والو طالبانو سره د دوی مذاکرات هم بریالي او ښه پایله ولري.
کله چی د روسی په مسکو کی د افغان سیاسیونو او طالبانو تر منځ ناسته ترسره شوه نو دغه ناسته د افغانستان لپاره ګټوره تمامه نه شوه، بلکې د ځینو راپورونو پر اساس دغه غونډه د موقت حکومت د جوړیدو لپاره شوې وه، له بل طرفه طالبانو ته مرجع معلومه نه وه هغه ځکه دوی پر دی فکر کې وو چی موږ له چا سره سوله وکړو ځکه سیاسیون ټول په خپلو ګټو پسي ګرځي او بله دا چې هلته د ورغلو سیاسیونو چندان ښه هرکلی ونشو او نه هم ولس د دوی په ورتګ خوښ و، نو ممکن له دې امله دا ځل دوی له حکومت سره همغږي او یوه خوله شوي وي.
سیاسیونو بهتره وګڼله چی له افغان حکومت سره خپله طرحه شریکه او یوه داسې ډله چمتو کړي چې طالبانو سره د حکومت په استازیتوب جامع خبرې وکړي .
کله چې د افغانستان د ملی امنیت مشاور حمدالله محب په امریکا کې یوی خبرې ناستې ته په وینا کې پر امریکا له طالبانو سره د سولې د خبرو څنډې کیدو په هدف نیوکه وکړه نو د افغانستان لپاره ډیره ګټوره تمامه شوه ځکه چی د امریکا د ولسمشر سلاکار مایک پمپیو وویل چې وروسته لدی افغان حکومت زموږ(امریکا) او د طالبانو په خبرو کی ګډون کولی شی .
له افغان حکومت سره د سولې په برخه کی د نړیوالو همکارۍ او پر طالبانو یی فشار د دی لامل شوه چی طالبان د خبرو میز ته راکش کړي ، ځکه افغان حکومت له نړیوالو او په خاصه توګه د اسلامي هیوادونو د همکارۍ له سازمان څخه غوښتنه وکړه چې طالبان په یو ډول له افغان حکومت سره مخامخ د خبرو میز ته کېنوي.
اوس چی د سولی لپاره دواړه غاړی (افغان حکومت او طالبان) د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې کوي نو ډیر افغانان هیله مند دي چې دا ځل به په افغانستان کې جګړه یا بېخي بنده او یا هم راکمه شي. زلمي خلیلزاد هم ویلي چې دا ځل به یې زیات تاکید په اوربند وي.