
روهي( څلورنۍ/۲۸ د وري )، د پاکستان کراچۍ ښار کې پرون ورځ د ۱۹ میاشتو یو ماشوم ګلشن اقبال سیمه کې هغه مهال د پولیسو او غلو ترمینځ په ډزو کې ووژل شو کله چې پولیسو په غلو ډزې کولې .
د دغه ماشوم پلار( کاشف ) رسنیو ته ویلي دي چې زوی یې هغه وخت په ډزو ووژل شو کله چې دوی په رکشه کې کېناستل او پولیسو د دوی په خوا ډزې وکړې چې ماشوم په اوله کې ژوبل او بیا یې روغتون کې ساه ورکړه.
بله خوا د کراچۍ پولیس بیا وایي چې ماشوم د غلو په ډزو وژل شوی دی خو د ماشوم پلار وایي چې زوی یې د پولیسو په ډزو سره وژل شوی دی.