ځوان فکر او مثبت بدلون!

تیر پنځه کلونه د افغانستان لپاره له لاسته راوړنو ډک کلونه وو او هغه لاسته راوړنې د افغانستان تاریخ کې ولیکل شوی، چې مخکې تردې بی‌سارې وی. له کوچني څخه بیا تر لوی اداري واحدونو کې  دا پرمختګونه او لاسته راوړنې ترسترګو کیږي. بی له شکه سترې لاسته راوړنې، له سم مدیریت سره نغښتي او هرهغه اداري واحد چې سم مدیریت یې درلودلی په رأس کې یې تخنیکي او تر زیاته پوری ځوان مدیر وو، چې د افغانستان په پرمختګ کې یې ونډه اخیستي.  
 
یو څه چې دې وروستیو کې ډیر مطرح کیږي، د ځوانانو ونډه د هیواد په پرمختګ کې ده. چې دلته دوه ډلې ځوانان راځي، لمړی هغه ډله چې د اداري واحدونو په مدیریتي پوړ کې کار کوي او د خپل علمي پوهې او مدیریتي شخصیت له لارې کولی شي مستقیماً اصلاحات او بدلون راوړلو کې ونډه واخلي او بل لور ته بیا زما په څېر ځوانان دي، چې له پوهنتون وروسته لومړنۍ دغدغه یې پرمختګ او تخنیکي پوهې ته رسیدل دي او تل د هغو اداراتو په تیره بیا د هغسی وړ کسانو او تخنیکي چاپیریال په لټه کې دی، چې دوی ته د پرمختګ زمینه مساعده کړي او ورو، ورو مدیریتي پوړ ته په رسیدو سره خپله پوهه وکاروي. له فراغت وروسته مې مالیه وزارت کی کارکول ځانته مؤخه وټاکله، د خپلی مؤخې په اساس په ۱۳۹۶ کال کې مې مالیې وزارت کې دنده درلوده، خو ۱۳۹۷ کال کې مې د دولت څخه بهرکار کول پیل کړ وو، دې موده کې که څه هم له مالیې وزارت څخه بهر وم، خو د ټولنیزو رسنیو له لارې مې د مالیې وزارت اصلاحات، لاسته راوړنې او هڅې څارلی یو څه چې زما پام یې ځانته واړوو. د مالیې وزارت خپور شوی خبر وو چې تیر مالي کال (۱۳۹۷) په پای کې مالیه وزارت خبر خپور کړ چې « سږکال وروسته له ۱۷ کلونو څخه افغانستان په لومړۍ ځل وکولای شو چې د انکشافی بودجې ۹۱٪ مصرف کړي، دا سلنه هیڅکله هم له ۶۷‎٪ څخه نه وه لوړه شوی.» د دې خبر خپریدو سره مې وغوښت چې د مالي اصلاحات په اړه نوره هم پلټنه وکړم او د سم مدیریت لاملونه پیدا کړم، چې دې پلټڼې زه له  یوځوان مالي مدیر سره معرفی کړمه او دا ځوان مدیر د دې لامل شو، چې زه بیرته مالیې وزارت ته راشمه او د خپلې راتلونکي ودې لپاره مناسب محیط او تخنیکې آمر پیدا کړم. د دي لیکنې له لارې غواړم د مالیې وزارت په وروستیو بدلونونو کې د ښکیل مدیر ځوان، مالي اصلاحات او لاسته راوړنې او خپلې تجربې تاسې سره شریکې کړمه.
 
دا ځوان مدیر زاهد همدرد نومیږي او ۳۹ کاله عمر لري. د امریکا له یل پوهنتون څخه Yale  University ماسټری سند لري. همدرد دقیق، متمرکز، جدی، مدبر او صادق شخصیت خاوند دی. چې همیشه شمیرلۍ خبری کوي، په یو وخت کې ګڼ کارونه سرته رسولای شي، له مدیریتي اړخه یې خوښیږی چې خپل لاس لاندي همکاران تصمیم نیونو کې شریک کړي. د واک د انحصار پلوی ندی حتا په شخصي او رسمي ناستو  کې چې د خپل معینیت کارکونکي معرفي کوي؛ که هغه د تشکیل په ټیټ پوړ کې هم وي د کارمند پرځای د همکار کلمه کاروي. خپلو کارکونکو ته تر ډیره د ملاتړی رول لري، له مثبتې انرژی ډک او با حوصلې کس دی.


۱۳۹۷ کال کې ښاغلي زاهد همدرد د مالیې وزارت د ملي بودجې عمومی ریاست مشری په غاړه درلوده او د هغه پوهې پربنسټ چې د افغانستان ادارې اړوند یې درلوده بودجې ریاست کې یې پراخ اصلاحات راوړل، چې د اصلاحاتو یوه برخه یې د سکتورونو اړوند وه. د بودجې ریاست چوکاټ کې یو ځانګړی سکتور د څو دولتي ادارو د بودجې تخصیص او د مالي چارو سمبالښت پرغاړه لري. وړاندي تر دې د همدې سکتورونو جوړښت د افغانستان د ملي پراختیا ستراتیژي (1389-1391 ANDS) پربنسټ وه، دا هغه مهال وو چې افغانستان باید خپل اوږد مهالو مؤخو ته د سولې او پراختیا ملی ستراتیژي (ANPDF) په اډانه کې رسیدلی وای، خو د بودجې ریاست ساختار لا د دې ستراتیژي سره سمون نخوړ، ښاغلی همدرد د بودجې ریاست کې د سکتورونو شمیر له ۸ څخه لسو ته لوړ کړ؛ تر څو د دې ستراتیژي پلي کیدو ته دملي بودجې ریاست چمتو کړي. چې دې لسو سکتورونو کې د درېو سکتورونو مدیریت يې مېرمنو ته وسپارو. یو بل څه چې د بودجې ریاست پر وړاندي خنډ وو، مالي فساد وو. ۱۳۹۷ کال کې د تأدیبی پالیسي په رامنځته کولو سره او د ځینو څېرو په تغییر او تبدیل سره بودجې ریاست وکولای شو، چې د شته فساد کچه راټیټه کړي.
 
ښاغلي همدرد په بودجې ریاست کې د خپل سم او تخنیکي مدیریت سره وکړای شو، چې د بودجې اړوند مالي کال نمونه او بی بیلګې کړي او مخکنۍ ستونزې تر ډیره هوارې کړي. یوه لویه ستونزه چې دولت ورسره مخ وو د مالي کال په پاې کې به د دولت ټولې مالي چاري په ټپه درېدلی، حتا د دولت کارمندان به هم تري اغیزمن کیدل د دوی معاشونه به د بودجې تصویب او توشیح پوري آن تردرېو میاشتیو پوري ځنډیدل. سږ کال د ۱۳۹۸ کال ملي بودجه کې د ۱/۱۲ اصل پلي شوی. سره لدې چې بودجه جوړونه کې دا اصل وو خو سږ کال لومړی ځل لپاره دا اصل ته بودجه کې ځای ورکول شوی، چې دې سره به د ټولو بودجوي واحدونو ډیرې ستونزې حل شي او بودجې د تصویب او توشیح اوږدې پروسې به د دولت مالې چارې اغیزمنې نکړي. دې سره، سره سږ کال مالیې وزارت خپل سم مدیریت سره په دې وتوانید، چې د ۱۳۹۸ کال د بودجې چک د مالي کال لومړنۍ میاشتې کې لاسلیک کړي، وړاندی تر دې به دا چک د بودجې د تصویب او توشیح اوږدې پروسې وروسته د مالي کال د لومړنۍ ربع اخري مېاشت کې ترسره کیدو خو سږ کال د بودجې سم او تخنیکی ترتیب او پروسو کې اسانتیاوو رامنځته کیدو سره ترپخوا ژر ترسره شو.
 
د ۱۳۹۸ لمریز کال ملي بودجې د دې لپاره چې متوازنه او واقع بینانه ترتیب شوی وه، له ولسي جرګې څخه په لومړۍ پړاو کې تیره شوه چې دا په تیرو ۱۷ کلونو کې بی مخینې وه هر کال به بودجه د دې لپاره چې د ځینو ولایتونو استازو ته به د دوی ولایتونو کې بودجې تخصیص د منلو وړ نه وو، په وارونو رد کیده خو دا ځل ځکه چې په واقع بینانه ډول ترتیب شوی وه او هر ولایت پراختیایې او اساسي چارې په نظر کې نیول شوی وی په لومړۍ پړاو کې د ولس د استازو له لورې تصویب شوه.
 
د بودجې ریاست تغییرات او ښه مدیریت تر هرڅه ډير د بودجې ترتیب کې ترسترګو کیږي، مخکی مو هم یادونه وکړه چې مالي معینیت ۱۳۹۷ لمریز کال کې وکولای شو چې د ملی بودجې ۹۱٪ مصرف کړه چې دا سلنه تیرو ۱۷ کلونو کې هیڅکله هم له ۶۷سلنې څخه نه وه لوړه شوی، د مالي معینیت دا لویه لاسته راوړنه تر ډیره د بودجې سم او حقیقی ترتیب، د بودجې د تخصیص د سیسټم اصلاح او بودجوی واحدونو ته د مصرف د وړتیا په کچه د بودجې تخصیص، د تخصیصاتو په ټولیزه او قراردادونو په اساس پلي کول، له ضعیفو اجرا شوو پروژه څخه لومړیتوب لرونکو پروژو ته مالي وجوه لیږدونه پوری تړاو لري.
 
ښاغلي همدرد د خپل ښې کارکړنی او د افغانستان مالي سیستم ته د خدمت کولو لپاره ۱۳۹۷ کال مرغومي میاشت کې د مالیې وزارت د مالي مرستیال وزیر په توګه وټاکل شو. دې وروستیو کې د افغانستان مالي سیستم کې نوي ګامونه اوچت شوي لکه د موبایل له لارې د معاش ورکړنې سیستم فعالول سره مالي معینیت او د خزایینو عمومی ریاست وکولای شو چې د دې برنامې لومړی دور پلان په کندهار، پروان او ننګرهار ولایتونو کې په بریالیتوب سره پلي کړي او د دې درېو ولایتونو د ښوونکو تنخوا د موبایل له لارې ورکړي. د مالي معینیت ښاغلي مرستیال زاهد همدرد په دې اړه خپل ټویټر پاڼه کې لیکلی: « د موبایل له لارې د تنخواو ورکړنه پروسه لاتر څو د پلی کیدو مرحله کې ده، موږ غواړو چې لدې لارې په وخت سره ښوونکو ته تنخوا ورکړو، تر اوسه پوري ۱۷۰۰۰ ښوونکې لدې لارې خپلې تنخواوې ترلاسه کوي. ما د موبایل له لارې د تنخواه د ورکړنۍ ناسته مدیریت کړه او د دې پروسې په پراختیا مو هراړخیز بحث وکړ.» (ټویټ انځور
 
https://twitter.com/hamdardzahid/status/1098452445246775296
د مالیي وزارت او نړیوالې ملاتړی ادارو ترمنځ تر پخوا غوره همغږۍ رامنځته شوی د مالي معین وروستي رسمي سفرونه له لاسته راوړنو ډک وو، چې بې له شکه د افغانستان اقتصادی پرمختګ کې به مهم رول ولوبوي، ښاغلي زاهد همدرد ټویټر کې لیکلي وو چې:« د اسیا پراختیایې مرستو ۱۲مه ناسته کې له ښاغلي پروفیسور ډاکټرهمایون قیومي د مالیې وزارت محترم وزیر سره مو د اسیا پرمختیایي بانک ته د افغانستان لپاره ځانکړي تخصیص غوښتنه وکړه. د دې غوښتنې له لارې افغانستان ۲۴۰ میلیون ډالر د کرهڼۍ، اوبو لګونې، انرژي او ترانسپورت برخو کې پانګونې لپاره ترلاسه کړ.»
 
https://twitter.com/hamdardzahid/status/1100934709033357312
مالي معینیت د بودجې جوړونې پروسې او ټولی مالي چارو کې خلکو ګډون ته ځانګړی پام کړی، مالي معینیت غواړي راتلونکو کلونو کې مستقیماً خلکو نظریات او غوښتنې واوري او بیا د هغوي غوښتنو ته بودجه جوړولو کې پام وکړی. سربیره پر دې سږکال د یو نوي اقدام په ترڅ کې د ۱۳۹۸ کال ملي بودجې د سایټونو له لارې خلکو سره شریکه شوه چې دې سره به د هرولایت اوسیدونکي وکولای شي، خپل ولایت ته ځانګړی شوی بودجې څخه خبر شي او د سم نه مصرف په صورت کې له دولت او خپلو ولایتي چارواکو ځواب وغواړي چې دا په خپل وار سره د ښې حکومتولۍ او ځواب ویونکی سیستم او ادارې ته لار هواروې.
 
ښاغلي همدرد ثابته کړه، چې د ځوان کدر او ځوانه ادارې پرمټ هیواد کولای شي، د پرمختک پرلور ګام اوچت کړي. همدرد د هغه ځوانانو له ډلی څخه وو، چې په کم وخت کې چټک بدلون راووړ او ویی کولای شو چې د هیواد مالي سیستم ته ستر خدمت وکړي. په دې هیله چې مسوولیت منونکي او پوه ځوانان مو د هیواد رهبري سطح کې وساتل شي، تر څو د هر کال په پاې کې د بدلونونو او اصلاحاتو لیدونکي واوسو.