
روهي (څلورنۍ/۲۸ د وري)، د اتريش هېواد پلازمېنه ويانا کې هغه افغان زده کوونکو چې هلته مېشت دي؛ پښتو ژبه ورته په رسمي تعليمي نصاب کې شامله شوې ده.
د بي بي سي د راپور له مخې د ويانا په ځينو ښوونځيو کې افغان زده کوونکو ته پښتو د يو کتاب په ډول تدريس کيږي او کتابونه يې هم د افغانستان د تعليمي نصاب اړوند دي.
د برېښنا جبار خېل په نوم يوې ښوونکې بي بي سي ته ويلي دي چې دي د پښتو ژبې تدريس کوي او هره ورځ په مختلفو سيمو کې د پښتو ژبې درې ساعتونه درس ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل او يو شمېر نورو شمالي ولايتونو کې پښتانه زده کوونکي په مورنۍ ژبه (پښتو) لومړنيو زده کړو ته لاس رسی نه لري.