د ايران سپاه پاسدران؛ ټرمپ د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړل او انسټاګرام يې حسابونه وربند کړل

روهي (څلورنۍ/۲۸ د وري)، انسټاګرام په خواله رسنۍ په خپل سېستم کې د ايران د سپاه پاسدران ډلې د يو شمېر مشرانو پاڼې تړلې دي.

انسټاګرام تائيدوي چې پر سپاه پاسدران ډلې د امريکا متحدو ايالتو د بندېزونو وروسته يې دغه کار کړی دی او له ايراني چارواکو سره يې پرې خبرې کړې دي.

د بي بي سي د خبر له مخې، په لومړي ګام کې انسټاګرام د ایران د پاسداران د لوی قومندان قاسم سلیماني پاڼه وتړله، بیا د قدس سپاهیانو د مشر، د اسلامي انقلاب د بهرنۍ څانګې د مشر او نورو مشرانو پاڼې هم وتړل شوې.

تېره اونۍ ولسمشر ټرمپ ويلي وو چې د ايران سپاه پاسدران ډله ترهګره ده او څو ورځې وروسته د امريکا حکومت ياده ډله په نړيوالې ترهګرېزې ډله کې شامله کړه.