آپل او ګوکل په هندوستان کې (TikTok) بند کړ

روهي (څلورنۍ/۲۸ د وري)، د هندوستان د مادرس محکمې له غوښتنې وروسته آپل او ګوګل شرکتونو په ياد هېواد کې د TikTok په نوم تفريحي پروګرام تړلی دی.

څه وخت وړاندې مادرس محکمې ويلي وو چې دغه پروګرام د ځوانو هلکانو او نجونو ترمنځ د نيمه لوڅو او جنسي وېډيوګانو لامل شوی او د تړل کېدو غوښتنه يې کړې وه.

شاوخوا ۱۲۰ مېلېونه هنديان له TikTok څخه ګټه اخلي خو دغه پروګرام له نيوکو سره مخ شوی او د تړل کېدو غوښتنې يې شوې وې.

د يادونې ده چې يو شمېر افغان هم په افغانستان کې TikTok کاروي. TikTok د وېډيوګانو جوړولو او نشرولو آپيلېکشن دی.