
روهي (څلورنۍ/۲۸ د وري)، په قطر کې يو شمېر باوري سرچينو پژواک خبري آژانس ته ويلي دي چې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ ملر له طالبانو سره ليدلي.
د سرچنې د مالوماتو په اساس په دې خبرو کې سکاټ مېلر د جګړې د کمېدو غوښتي او په ورته وخت کې يې ويلي دي چې د افغانستان له خلکو او افغان امنيتي ځواکونو څخه دفاع ته په ادامه ورکړي.
تر اوسه رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي. د يادونې ده چې د نوي کال په راتګ سره حکومت د خالد او وسله والو طالبانو د الفتح په نوم پسرلني عمليات اعلان کړي چې جګړه يې تيزه کړې ده.