
روهي څلورنۍ/۲۸ د وري )، د دوبۍ حکومت یو هندي وګړی د ۱۵ وېبسایټونو د هېک کولو په تور باندې درې میاشتې بندي شو او کله یې چې د بند موده پوره شي نو خپل هېواد ( هندوستان ) ته به ستنېږي.
دغه هندي وګړی ۳۳ کلن دی چې هغې فابریکې خاوند ته چې همدا هندي وګړی په کې هم کار کاوه ویلي وو چې که ما له دندې لرې کړې نو ستا وېبسایټ هم له مینځه وړم.
د دوبۍ د پولیسو له قوله چې د دغه کس د کمپیوټر څخه داسې مالومات ترلاسه کړي دي چې وېبسایټونه همدې کس له مینځه وړي دي خو هندي وګړی دا ټولې خبرې ناسمې بولي.