آيا د روژې د مياشتي زيری ور کول ثواب لري؟

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده و نصلي و نسلم علی رسوله الکريم امابعد: (دا ليکنه ما تېر کال نشر کړې وه، خو دا چي اوس بيا د دغي ليکني د نشر تازه کولو ته اړتيا شته، له دې امله يې د درنو لوستونکو سره شريکوم، هيله ده چي بې گټي به نه وي)
په خلگو کي نن سبا يوه خبره مشهوره ده چي د دوی په وينا نبي عليه السلام فرمايلي دي : څوک چي د رمضان د مياشتي خبر بل چا ته تر نورو مخکي ور کړي، پر هغه د جهنم اور حرام دی!!
غواړم د دې خبري وضاحت وکړم چي دا حديث صحيح دی او که نه؟
 
ځواب:
داسې حديث د حديثو په هيڅ کتاب کي موجود نه دی، تر دې چي په هغو کتابونو کي هم نشته  کوم چي د ضعيفو او موضوعي روايتونو په اړه ليکل سوي دي.
نو دا واضح درواغ دي.
او داسي درواغ دي چي په دې وروستنۍ زمانه کي جوړ سوي دي.
کله چي يو حديث داسي وي چي په هيڅ کتاب د احاديثو کي شتون و نه لري، دا د دې خبري ښکاره نښه ده چي دا له ځانه جوړ شوی دی او حديث نه دی.
 
علامه سيوطي – رحمه الله –ليکلي دي:
وقال ابن الجوزي ما أحسن قول القائل إذا رأيت الحديث يباين المعقول أو يخالف المنقول أو يناقض الأصول فاعلم أنه موضوع قال ومعنى مناقضته للأصول أن يكون خارجا عن دواوين الإسلام من المسانيد والكتب المشهورة !! ( تدريب الراوي ص : ۲۷۷ ج: ۱)
 
ژباړه : ابن جوزي – رحمه الله – ويلي دي : د هغه ويناوال خبره څومره ښه خبره ده چي ويلي يې دي : کله دي چي حديث وليدی، چي د عقل خلاف وي، يا د نقل خلاف وي او يا د اصولو سره په ټکر کي وي، نو په دې پوه شه چي دا موضوع (له ځانه جوړ شوی) دی.
 
هغه ويلي دي چي د اصولو سره يې ټکر دا دی چي د اسلام له تصنيفانو څخه خارج وي چي مسانيد او مشهور کتابونه دي!!
 
نو دا خبره چي د حديثو په هيڅ کتاب کي نشته ، دا واضح دليل دی چي دا له ځانه جوړه شوې خبره ده.
د مسلمان لپاره دا ضروري ده چي تر هغه بايد د يوې خبري نسبت رسول الله – صلی الله عليه و سلم – ته و نه کړي، تر څو چي يې د ثبوت په اړه معلومات و نه لري.
ځکه بې ثبوته خبري نبي عليه السلام منسوبول سخته گناه ده او د جوړوونکو په څېر دی هم درواغجن دی.
 
او د دې حديث لاندي راځي:  
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : مَنْ تَقَوَّلَ عَلَيَّ مَا لَمْ أَقُلْ فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ.
 (سنن ابن ماجه ص : ۵ ج : ۱ مسند أبي يعلى:ص : ۵۰۶ ج : ۱۰)
ژباړه: له حضرت ابوهريره  رضی الله عنه   څخه روايت دی، هغه ويلي دي چي رسول الله – صلی الله عليه و سلم – وفرمايل:   
څوک چي زما له خوا هغه خبره وکړي چي ما نه وي کړې، نو د ځان لپاره دي په جهنم کي د ناستي ځای تيار کړي!!
يعني داسي کس به جهنم ته داخلېږي.
 
له دې حديث څخه معلومېږي چي پر نبي عليه السلام درواغ تړل او د داسي روايت بيانول چي معلوميږي او يا يې په اړه گومان کېږي چي دا پر نبي عليه السلام درواغ دي، پرته له دې چي په اړه يې خبرداری ور کړل شي، دا ټول حرام کارونه دي.
 
په دې اړه ډېر زيات او متواتر احاديث راغلي دي چي د داسي چا لپاره وعيد او عذاب ذکر شوی او دا چي پر نبي عليه السلام درواغ تړل له لويو گناهونو څخه دي.  
نو د داسي خبرو له بيان څخه بايد په کلکه ډډه وسي.
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و صحبه اجمعين