په دُنيا کي مرضونه او آفتونه ولي راځي؟

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد:

الله تعالی په هر څه کې حکمت لري او له هر څه خبر دی او پرې قدرت لري.

همدا راز کوم عذابونه او مصيبتونه چې په دُنيا کې راځي، دا هم د الله تعالی په امر سره راځي او په دې کي يې حکمتونه وي.

الله تعالی فرمايلي دي: وَمَا نُرْسِلُ بِالْآيَاتِ إِلا تَخْوِيفًا (الاسراء : ۵۹)
ژباړه : او نښانې موږ پرته له وېرولو د بل څه لپاره نه لېږو!!

په دې وروستيو کې چې په نړۍ کې د کرونا وايرس په نوم کومه وبا خپره شوې، دا هم د الله پاک د قدرت له هغو نښو څخه ده چې بندګان پرې وېروي او د دوی د ناوړو کړو بدله ده. 

همدا راز د الله تعالی د قدرت او د بندګانو د عاجزۍ او کمزورۍ يوه ښه څرګندوونکې نښه ده.

د دُنيا ټول مغرور او د سُپر طاقتونو دعوه کوونکو عاجزي يې ښکاره کړه، چې نه يې آتوم بم، نه هايډروجن او نه دفاعي سيستومونه د زُکام مخنيوی کولی شي.

الله تعالی په قرآن کريم کې بار بار خبرداری ور کړی دی چې په دُنيا کې آفتونه او مصيبتونه د الله تعالی د نافرمانيو او ګناهونو نتيجه ده.

که ګناهونه پرېښودل شي او الله – تعالی – راضي کړل شي، نو په دُنيا کې به هم سکون او خوشحالي د انسان په برخه شي.

ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ (الروم آيت : ۴۱)

ژباړه : په ځمکه او لمده کې د خلګو په لاس تر سره شوي عمل په وجه فساد راڅرګند شوی دی، تر څو هغوی ته د خپلو څه عملونو خوند ور وڅکي، د دې لپاره چي هغوی راوګرزي!!

په دې آيت مبارک کي ښکاره فيصله ياده شوې چې په وچه او سمندرونو کي ټول راتلونکي آفتونه او مصيبتونه د بدو اعمالو پايله ده.
بيا يې فرمايلي دي چي دا پوره سزا نه ده بلکي څه نمونه ده، پوره سزا به په آخرت کي ملاوېږي.

او دا د دې لپاره چي دوی د الله - جل جلاله – لوري ته رجوع وکړي او له کُفر او گناهونو را وگرزي .

په بل ځای کي فرمايي : وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ( الشوری آيت : ۳۰ )

ژباړه : او تاسو ته چې کوم مصيت در رسېدلی دی، دا ستاسو د خپلو لاسو د کړو له امله دی او تر ډېرو الله  در تېرېږي !!

له دې آيت څخه هم معلومه شوه چي په دُنيا کي رارسېدونکي مصيبتونه زموږ د ناوړو کړو له امله دي. 

کله چي گناهونه په يوه ټولنه کي عام شي، ډول ډول عذابونه په خلگو نازلېږي چي ضرر يې نه يوازي گناهگارانو ته رسېږي، بلکي پاک او ناپاک ټول يې له امله متضرر کېږي، خو په قيامت کي به يې بيا حالت سره بېل وي.

په دې آيت کي دا هم ويل شوي چي دا د ځينو اعمالو بدله الله تعالی په دُنيا کي ور کوي ، نه د هغو عملو پوره بدله په دُنيا کي ور کوي او نه د هري ګناه بدله ور کوي.

که په هره ګناه انسانان راونيول شي نو يو انسان به هم ژوندی پاته نه شي.

نو د داسي عذابونو د نازلېدو په وخت کي بايد الله تعالی ته متوجه شو او له الله تعالی څخه استغفار او بخښنه وغواړو.

استغفار او توبه داسي عمل دی چي له امله يې په دُنيا کي هم انسان د الله تعالی له عذاب څخه خوندي کېږي.

د الله پاک له عذاب څخه د مخنيوي لپاره يو مؤثر سبب توبه او استغفار دی. الله تعالی فرمايي: وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ (الانفال : ۳۳)

ژباړه : او الله دوی ته عذاب ور کوونکی نه دی په داسي حال کي  چي ته په دوی کي موجود يې او الله پاک دوی ته په داسي حال کي عذاب ور کوونکی نه دی چي دوی بخښنه غواړي !!
په دې آيت مبارک کي په دُُنيا کي د عذاب د نه راتلو دوه سببه ذکر شوي دي :
۱ : د نبي عليه السلام وجود د دوی په منځ کي .

۲ : استغفار او له ګناهونو بخښنه او توبه .
مشرکانو سره د دې چي د خلگو په  وړاندي خو يې د ځان لپاره د عذاب  غوښتنه وکړه، خو په زړه کي د دې خبري په ناسمتيا پوهېدل، نو د عذاب له راتلو وېرېدل او له الله  پاک څخه به يې استغفار او بخښنه  غوښتله، نو ځکه الله تعالی وفرمايل چي الله  تعالی دوی ته د بخښني د غوښتلو په حال کي عذاب نه ور کوي .

معلومه شوه چي استغفار د عذاب له راتلو تر هغه وروسته هم مانع او مخنيوی دی چي د عذاب لاملونه  موجود شي .

حضرت ابن عباس رضي الله عنهما فرمايلي دي : الله - جل جلا له -  په دي امت کي دوه امانه مقرر کړي، چي تل به له عذاب څخه خوندي وي تر څو چي هغه دواړه په دوی کي موجود وي .

يو امان الله پاک خپل لوري ته اخيستی دی ( يعني نبي عليه السلام ) او بل په تاسو کي پاته دی( يعني استغفار )، ( د دغه خبري يادونه) د الله پاک ( په دې ) وينا( کي شوې ) ده چي : وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ الآية !! ( تفسير ابن کثير ص : ۴۹ ج : ۴ )
معلومه شوه چي له عذاب څخه د خلاصون لپاره توبه او استغفار مُهم سبب دی.
نو اوس په دې زمانه کي له عذاب څخه د مخنيوي لومړنی سبب (د نبي عليه السلام) وجود نشته، نو بايد دوهم سبب (استغفار) ته يې خاصه  پاملرنه  وکړو او له الله - جل جلاله – څخه د خپلو گناهونو بخښنه وغواړو او توبې ور ته وباسو.

له دُنيوي عذاب څخه د خوندي کېدو لپاره نور هم اسباب شته چي موږ په خپل کتاب : کامياب مسلمان کي ليکلي دي، که هغه اسباب عملي شي، نو ان شاء الله تعالی نه يوازي دا چي له دُنيوي عذاب څخه به مو الله پاک وساتي، بلکي له اُخروي څخه به مو هم وساتي.
الله پاک دي د عمل توفيق راکړي آمين يا رب العالمين؟
و صلی الله علی نبينا محمد وعلی آله و صحبه اجمعين