
روهي( درې نۍ/۲۷ د وري )، د ناټو د پارلمانونو د اسمبلې مشره: ترکیه د اس ۴۰۰ په مسله کې خپلواکه ده
د ناټو سازمان د پارلمانونو د اسمبلې مشرې د ترکیې لخوا د روسيې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم د رانیولو په اړه ویلي دي چې ( دا پرېکړه د ترکیې پورې اړه لري چې د چا نه څه اخلي.
د ناټو سازمان د پارلمانونو د اسمبلې مشرې د اپریل د ۱۲ او ۱۴ مو نیټو ترمنځه د ترکیې د انتالیا په ولایت کې جوړه شوې د ناټو سازمان د پارلمانونو د اسمبلې د مدیترانې او منځني ختیځ د ځانګړې ډلې په ګډه غونډه کې ګډون وکړ.
هغې د ترکیې نه د ناټو سازمان د یو ډیر غښتلي او قوي غړي هیواد په توګه یادونه وکړه او وویل چې ترکیې تل د ناټو سازمان په چوکاټ کې په ډیر مهمو پيښو او ماموریتونو کې ډیرې مهم مسئولیتونه او دندې په غاړه اخیستې دي. د بیلګې په توګه د افغانستان ، عراق او کوسووا کې د ترکیې د مهم رول نه یادونه کولای شو.