پاکستان کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

روهي(  درې /۲۷ د وري )، پاکستان د مستونګ په سیمه کې د یو ټرک او وړکي موټر ترمینځ ټکر کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۹ نور ژوبل شوي دي.
 
د سرچینو له قوله چې په دغې پېښه کې ښځې او ماشومان هم ژوبل شوي دي او د ځینو ژوبل شوو کسانو حالت بد ښودل شوی دی.
 
سیمې ته کومکي ادارې رسېدلي دي چې ترڅو د خلکو سره کومک وکړي.