پاکستان کې د زیاتو بارانونو له کبله ۲۵ کسان وژل شوي دي   

روهي( درې نۍ/۲۷ د وري )، د پاکستان کراچۍ ښار کې د باد او باران له کبله د دغه ښار په مختلفو برخو کې ۲۵ کسان وژل شوي او په لسګونور نور بیا ژوبل شوي دي.
 
دغو بارانونو د کراچۍ څخه په نورو ښارونو کې هم خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده . دغو بارانونو پنجاب سیمه کې هم ۹ کسان وژلي دي.
 
د دغو بارانونو له کبله د کراچۍ ښار برق هم زیانمن کړی دی. او د نورو بارانونو اټکل هم شوی دی.