
روهي( درې نۍ/۲۷ د وري )، په کوټه کې شيعه هزاره وايي که وزیراعظم عمران خان ورنه شي او د دوی د خوندېتوب ضمانت ورنه کړي، دوی به خپل احتجاج اسلام اباد ته پراخه کړي.
دوي وایي له حکومته د وسله والو د ځپلو وعدې نه بلکې عمل غواړي.
دوي زیاته کړې ده: (که عمران خان کوټې ته رانه شي نو موږ به د هغه مخې ته اسلام اباد ته ورځو. که وزيراعظم د خپلو خلکو سره مينه نه لري او زموږ په غم شريک نه دی، نو موږ به ورشو. هغه او د پوځ مشر جنرل قمر باجوه ته به وايو چې تاسو د خلکو د خوندېتوب وعدې کړې وي. موږله تاسو د ژوند حق غواړو. ستاسو پالیسي څه ده؟
یواځې شيعه هزاره ګان نه دي چې د حکومت څخه د ژوند کولو حق غواړي بلکې دا وخت په پاکستان کې په لکونو پښتانه هم همدا وایي چې حکومت د خلکو په ساتلو کې پاتې راغلی دی.