
روهي( درې نۍ/۲۷ د وري )، پاریس کې تاریخي کلیسا نوتردام اور اخیستی دی دغه کلیسا ۸۵۰ کاله مخینه لري.
اور وژونکي په دې هڅه کې بوخت دي چې د ودانۍ خالي کړي او اور ووژني.
نوتردام یوه تاریخي کلیسا ده چې هر کال په میلیونونو سیلانیان د نړۍ څخه دلته راځي،او اوس په دغې کلیسا کې د ودانولو کار دوام لري.
د دغه اور لګېدو لامل تردې دمه مالوم نه دی.
د پاریس پولیسو له خلکو سره د ټولنیزو اړیکو ویب پاڼو باندې غوښتنه کړې چې د کلیسا سره نژدې سیمو ته رانه شي .
د فرانسې جمهور رئیس ایممنول مکون د اور وژنې په خاطر د خلکو سره غونډه وځنډوله.