پي ټي اېم: حکومت دې په وزیرستان کې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي

روهي( دوه نۍ/۲۶ د وري)، پرون ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د میرامشا په جلسه کې پر حکومت او امنیتي ادارو غږ وکړ چې په شمالي وزیرستان کې دې د هدفي وژنو د مخنیوي وکړي.
 
دغې جلسه کې د شمالي او جنوبي وزیرستان ترڅنګ، د بلوچستان او د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو زرګونه خلکو ګډون کړی و.
 
په یاده جلسه کې د پښتون ژغورنې غورڅنګ مخکښو مشرانو منظور پښتین، علي وزیر، محسن دوړ او نورو ویناوې وکړې.
 
منظور پښتین د میرامشا جلسې ته د وینا پر مهال وویل، د ضرب عضب تر عملیاتو وروسته، له تېر یو کال راهېسې هلته هدفي وژنې زیاتې شوي.
 
ده ویل، خلک په خپلو کورونو کې ځانونه خوندي نه ګڼي او په وېره کې دي. پښتین غوښتنه وکړه چې حکومت دې خلک وساتي.
جلسې ته د وینا پر مهال علي وزیر، محسن دوړ او د غورځنګ نورو مشرانو وویل، د وزیرستانونو خلکو ته دې د دوی د وسایلو اختیار ورکړل شي.