يو شمېر چينايي وګړي پاکستانۍ نجونو د جنسي کار و بار لپاره قاچاقوي

روهي (يوه نۍ/۲۵ د وري) يو شمېر پاکستانۍ رسنۍ وايي چې چينايي قاچبران پاکستانۍ نجونو د جنسي کارونې او اندامونو غوڅونې په موخه چين ته وړي.

رسنيو ويلي دي چې په دې وروستيو کې دغه کار و بار زور اخېستی دی او د يو شمېر پاکستانۍ نجونو او چينايي وګړو ترمنځ لومړی وادونه کيږي، چې وروسته بيا له دوی نامشروع جنسي ګټې پورته کوي.

د پاکستان حکومت په دې اړه غبرګون ښوودلی دی او ويلي دي، چې د چين په قانون کې دا ډول کړنې جرم شمېرل کيږي او له حکومت يې غوښتنه ده چې بايد سزا ورکړي.