پكار دي چى موږ په ګډه باندى پښتو پرمختيا دپاره هڅى وكړو



په دې كښې شك نشته چې پښتو يوه پخوانۍ او لرغونې ژبه ده چې په كروړو وګړي دا ژبه وائي او لوی مركز يې افغانستان دی او په پاكستان كښې دپښتو مركزونه پيښور كوئټه او ددې په ګډون نور ښارونه دي. خو ددې تر څنګه له د غو ملكو څخه د باندې په نورو ملكو كښې هم د پښتو د پرمختيا دپاره كار كيږي او په يوه كال كښې په سلهاو سلهاو كتابونه تر چاپ لاندې تيريږي . خو دغه كتابونه، شاعران، ليكوالان او د خپلې مورنۍ ژبې مينه وال په خپل لګښت چاپوي. له بده مرغه د دولت له لوري نه دومره كتابونه چاپيږي او نه هم دپښتو لپاره دومره كار کوي. كه څه هم پښتو ژبه د افغانستان دولتي او ملي ژبه ده خو داناخواله له پښتو سره د نيمې پيړۍ څخه را روانه ده، په وارو وارو د وخت ولسي جرګې، د مشرانو جرګې اود وخت دولت د دې منظوري وركړې خو تراوسه دا د لوړې كچې پريكړې نه دي عملي شوي اونن هم پښتانه اړدي دپښتو حق غوښتنه وکړي. پښتانه له بلې يوې ژبى سره ګوندي او سيالي كول نه غواړي او نه دا غواړي چې د نورو ژبو برخه دې د پښتو لپاره ووهل شي، بلكى د پښتو په ګډون دې د نورو ژبو د پرمختيا لپاره دولت كاروكړي. دټولى نړۍ ژبې په كاردي چې نه يواځې وده وكړي بلكې دولت دې دخپلې بوديجې يوه برخه دهغو ژبو د پرمختيا دپاره بيله كړي، ولې چې د ملګروملتو د ژبو كلتور او دود دخوندي كولو څانګه يونيسكو غوښتنه هم داده . د دې تر څنګ هغه ژبى چې مخ په وړاندې روانې دي او دولت يې بشپړ ملاتړ او مرسته كوي هغوی دې هم له نورو ژبو څخه له خپل ضد او ګوندي كولو څخه لاس په سر شي، ځكه چې دا ټولې ژبې زموږ لويه تاريخي شتمني او با ارزښته وراثت دى. د يوې ژبې له مينځ وړولو سره ټوله نړۍ دومره څه له لاسه ورکوي، چې د هغه اټكل موږ دا وخت نه شو كولى.
موږ په وازه خوله داخبره كوو او كړې ده چې دولتونه د پښتو په ګډون د مورنۍ ژبو او پرمختيا ته يو ډول پاملرنه نه كوي چې دا دغو ژبو ويونكو ته د منلو وړنه ده او هميش يې په دې اړه خپل ږغ پورته كړى دى او تر هغه وخته به دا ږغونه پورته كوي تر كله چې دوى ته خپل حق نه وي وركړى، خو له دې سره سره موږ ته په كارده چې له هغو ناخوالو اوكمزوريوسره چې له امله يې زموږ ژبه پښتو وده نه كوي له خپله وسه مبارزه وكړو چې نه يواځې د خپلې مورنى ژبې د له مينځه وړولو د سيسې ناكامه كړو بلكى دا ژمنه وكړو چې پښتو به د نړۍ د پرمختللو ژبو په ليكه كښې دروو، خو په كارده چې داچار د يوې تګ لارې له مخې ترسره شي او په هغه باندې بشپړ عمل وشي او كه دا كار موږ په رښتني ډول وكړونو هيڅوك نه شي كولى چې زموږ ژبه له مينځه يوسي، بلكې دا پياوړې ژبه به نوره وده وكړي، ولې چې پښتو زموږ پيژندنه هم ده.
په كارده چې په ګډه موږ دا هڅه وكړو چې چېرته پښتانه استوګن دي ،هلته پښتو د لوست ژبه شي اوپه دې غوښتنه دې يو ډول راكړه وركړه نه كيږي بلكى دولتونو ته دې خت په وخت خبردارى وركول كيږي او په دې لاره کې دې لاريونونه ترسره شي ، ليکوالان دې په دې اړه ليكنې كوي تر هغه وخته چې په ښوونځيو كښې د پښتو لوست نه وي پيل شوى. څوك چې د ملك د پارليمان وچوكى ته دريږي له هغه څخه دې دا غوښتنه كيږى چې مورنى ژبه دې د لوست ژبه شي ځكه چې دا يواځې زموږ غوښتنه نه ده، بلكى دا د هر وګړي بشري حق دى او نړيوالو تعليم او زده كړو پوهانو نفسياتو او روحى چارو پوهانو ډېره په ټينګه دا غوښتنه كړى ده چې د هرى مورنې ژبى وګړو ته دې په مورنى ژبه زده كړى كيږي ولې چې دا په زده کړه کې ډېر ارزښت لري.
خپله د خپلې ژبې ويونكي ليكوالان ،شاعران او روڼ اندي كه له يوې خوا پښتو ژبى ته ډېر كار كوي، خو بلې خوا په پوهى او يا ناپوهۍ کې وخپلې ژبى ته زيان هم رسوي چې د هغه يوه ژوندى بيلګه د نورو ژبو بى شمير تورى په پښتو كښې کارول دي. كه څه هم پښتو دهر شي دپاره خپل توري لري بيله هغه سائنسى نويو تورو چې وخت په وخت جوړيږى او ايجاد كيږى. زموږ دا ملګري دومره نه شي كولى چې لږ خواري په ځان يوسي او پښتو توري ولټوي.  داردو ژبى په اړه پوهاند داوائي چې ديرش كاله وروسته به اردو ژبه پاته نه وي، ولې چې په اردو ژبه كښې د انګريزي ژبې توري په دونى لويه كچه کارول كيږي چې دا ژبه به له مينځه يوسي. له بده مرغه موږ پښتانه نه يواځى په ليك كښې بلكې خبرواترو په وخت هم د خپلې ژبې توري نه کاروو بلكې د نورو ژبو ټكي کاروو. دا وخت د پښتو په شميرنه او ګڼى کې په بشپړه توګه د بلې ژبې شميرنې کاروو او يو هم داهڅه نه كوو چې خپلې شميرنې ګکر كړو چې د ګټې په اړه دا ټوله په جبرپښتو باندې راځي اود نورو ژبو تورى کارول زموږ د افغانستان او خيبر پښتونخوا دواړو باندې د هغه پړه راځي، چې په رښتيا هم دا د پښتو سره يو لوی جبر دى. د بده مرغه د افغانستان وګړى چې تر ټولو زياته داخبره كوى چې د دوى د ژبى حق وهل كيږى خو كه په كابل كښې په يوه ناسته كښې څومره هم پښتانه ناست وى دوى د پښتو په ځائى په خپلو كښې درې ژبه خبرى اترى كوى كه څه هم داخبره د توپير په بنسټ نه كوو خو دا رښتيا دا او درښتيا څخه سترګى نه شى پټيدى يو بل لوئى مرض او ناروغى چې زموږ ليكوالانو اخيستى ده هغه د پښتو ځانګړى ټكى په نورو ټكو بدلول دى چې دانه يواځى دپښتو سره لوئى جبر دى بلكى لويه پړه ده (جنايت) لكه ښ و خ ته اړول ږوګ ته اړول (ليكل)څ په چ بدلول ځ په سه بدلول او داسې نور..
تر هغه وخته چې موږ وپښتو ژبى ته په بيلا بيلو څانګو موضوعاتو باندى كتابونه نه وى ليكلى يا مو د نورو ژبو څخه كتابونه نه وى ژباړلى تر هغه وخته پښتو به هم دا ډول نيمګړى پاته وى نه په هيلو نه په خواستواونه په نورو باندى د نيوكو كولو څخه د كار پخپله كيږى موږ پښتو تراوسه د شعر او شاعرى يا د ادب په چوكاټ كښې ساتلې ده زموږ لوئى لوئى ليكوالانورڼ اندو خپل ټول زور په شاعرى باندى وركړى دى چې نن دا حال دى چې موږ په شاعرى باندى بې شميره كتابونه لرو خو په نثر په سائنس ارټس ټيكنالوجى ډاكټرىانجنئرنګ او نورو ډېرو څانګو كه داو وايو چې يو كتاب نه لرو هم به داخبره بيځايه نه وى ضرورت نه يواځى ددې چې شاعرى تر حد زياته شوى ده راشې چې دا نورو څانګو ته پاملرنه وكړو او ځانګړى ليكنې وكړو چې پخپله د لوستونكو پام راواړوى نن بې شميره شاعران كتابونه چاپ كوى خو د بده مرغه لوستونكې نه لرى چې ددې لومړى علت هم هغه دى چې زياتره پښتو په ښوونځى كښې ځائى وركول شې او ددې د څنګه دى حكومت دا دنده په غاړه واخلې چې په مورنيو ژبو چې څومره كتابونه ليكل كيږى د هغه يوه لويه برخه به دولت اخلى او ليكونكې ته به پيسې وركوى نو هر وګړى چې يو د لوړى كچې معيارى كتاب چا پوى هغه به نوره زياته هڅه ول كيږى او ښه ښه كتابونه به ليكې چې دا د ليكوال او د دولت د دواړى دنده ده..

ستاسو ورور محمد نعيم كاكړ