
روهي (نۍ/۲۴ دوري)، د پاکستان بلوڅستان ايالت مرکز کوټه کې تېره ورځ ځانمرګی بريد وشو، چې ۲۰ کسان په کې ووژل شول او تر ۴۰ ډېر ټپيان شول.
داعش يا اسلامي دولت د بريد مسووليت په غاړه اخېستی دی او ويلي دي، چې په بريد کې شعيه ګان او د پاکستان يو شمېر پوځيان وژلي دي.
دغه بريد د سبزۍ او مېو په بازار کې وشو، چې ډېری وژل شوي يې هزاره ګان وو.