کابلوف ویلي دي چې زلمی خلیل زاد به د روسیې،امریکا او چین په درې اړخیزه غونډه کې په مسکو کې ګډون وکړي

روهي( نۍ/۲۴ د وري)و د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ویلي،د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به په لنډ وخت کې له مسکو نه لیدنه وکړي.
 
نوموړي ویلي چې خلیلزاد به د روانې میلادي میاشتې په ۲۵مه د روسیې،امریکا او چین په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه مسکو ته ورشي.
 
د کابلوف د دغو خبرو په تړاو تردې دمه زلمي خلیل زاد څه نه دي ویلي.