
روهي( نۍ/۲۴ د وري)، د لومړي وزیر د موټرو د خرڅېدو وروسته اوس د پاکستان حکومت پرېکړه کړې ده چې د لومړي وزیر د دفتر ځینې شیان په کباړ کې وپلوري.
دغه شیان به ۲۹ تاریخ د اپرېل د میاشتې خرڅېدو ته وړاندې شي.
دا د پاکستان د جوړېدو څخه وروسته لومړی ځل دی چې د لومړي وزیر د دفتر ځینې شیان خرڅېدو ته وړاندې کېږي.
دغه نيلامۍ کې به دفتري سامان ، فوتو کاپۍ مشين ، کمپيوټرونه خرڅېدو ته وړاندې شي، د دې ترڅنګ د باغ دارۍ سامان او د کور ځینې شیان خرڅېدو ته وړاندې شي.