
ليکوال: ايوب پکتين
په خپلواکۍ مين او د خپلواکۍ په چاپېريال کې رالوى شوي پر انسانانو سربيره د ستر متعال او سپيڅلي څښتن هيڅ ژوندى موجود د پردي يرغل او تيري ته غاړه نه ږدي او نه هم غواړي ، چې د ژوند يوازې يو څو لنډې شيبې هم د بل تر اسارت او لاس لاندې تيري کړي.
له پيړيو راهيسي افغان ولس د هر ښکيلاک پر ضد کلکه مبارزه کړې او د خپلواکۍ په تر لاسه کولو کې يې خپل سرونه قربان کړي دي ؛ له سکندر مقدوني رانيولې بيا د روسيې تر يرغله افغانانو د خپلې خاورې د بشپړې خپلواکۍ او د هيواد د پولو د ساتنې لپاره په پوره ميړانه مبارزه کړې ده .
له هغه وخته ، چې امريکا پر افغانستان يرغل کړى او دادى له څه د پاسه نهو کلونو راپديخوا يې د تروريزم د له منځه وړلو په نامه پښې غځولي ، افغانانو ددوى د راتګ او کړنو د اصلي موخې په اړه بيلابيل شکونه درلودل ، خو ډيرى په دې باور وو ، چې امريکا افغانستان ته د خپلو ګټو په خاطر راغلې او دا هغه ټکى دى ، چې څه موده وړاندې ولسمشر کرزي د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې يو شمير فارغيدونکو افغان افسرانو ته په جوړه شوې وياړغونډه کې د خپلې وينا پر مهال څرګند کړ او پر افغان پوځ يې غږ وکړ ، چې بيدار اوسي او د خپل هيواد د ساتنې او د ملي ګټو خوندې کولو ته تر هر څه لومړيتوب ورکړي.
د ولسمشر کرزي له دې ((څرګندو!!)) څرګندونو څو ورځې وروسته د ولسمشر کرزي او د امريکا د ولسمشر بارک اوباما تر منځ په يو ويډيو کانفرانس کې پريکړه وکړه ، چې په راتلونکي نومبر مياشت کې به د امريکا او افغانستان تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو د ټينګولو ګډ سند لاسليک شي ، چې په دې موضوع باندې څو ورځې ګڼو کورنيو او بهرنيو په تيره لويديځو رسنيو تاوده بحثونه وکړل ، خو د (( ستراتيژيکو اړيکو د ټينګولو )) ددې سند په اصلي موخه او په هغه څه چې په دې سند کې به راځي څوک په څرګنده نه و خبر ؛ تر دې چې د روان ١٣٨٩ لمريز کال د تلې مياشتې په ٢٥ مه نيټه د ويسا ورځپاڼې په خپل مهم يا هغه دې ورځپاڼې مدير مسولانو په وينا (ټاپ) خبر کې د باوري سرچينو په حواله خبر ورکړى و، چې امريکا ددې سند په نامه له افغانستان څخه اوږد مهاله پوځي اډې غواړي.
ورځپاڼې د يو شمير باوري سرچينو په حواله خبر ورکړى و ، چې څو مياشتې مخکې امريکايي چارواکو له ولسمشر کرزي څخه د ستراتيژيکو اړيکو د ملګرتيا غوښتنه کړې وه او ولسمشر له دوى څخه د کاغذ پر مخ د غوښتنې جزيات او څرنګوالى وغوښت او له دې سره امريکا په افغانستان کې د پوځي اډو غوښتنه وکړه ، چې ولسمشر کرزي د افغانستان له لوري د اډو په بدل کې د اډو د شتون قانونمندي او د مودې معلومول او د اډو په بدل کې د افغانستان لپاره داسې امتيازات وغوښتل، چې په نړۍ کې معمول دي، خو امريکايي چارواکي دداسې امتيازاتو او شرايطو له منلو ډډه کوي.
د ورځپاڼې په باور په ظاهره ددوى پلمه داده ، چې ګواکي نه غواړي دغه اسناد کانګريس ته ولاړ شي ، چې ښايي په همدې لانجه د امريکا او ولسمشر کرزي تر منځ يو ځل بيا اړيکې خړې پړې شي.
امريکا دا مهال په بګرام ، کندهار او هلمند ولايتونو کې لويې پوځي اډې لري او په بلخ ، د هرات په شينډنډ او نيمروز ولايتونو کې يې دا مهال په لويو پوځي اډو کار روان دى ، چې که چيرې يو عيني شاهد ددې پوځي اډو لويوالي ته نظر وکړي او په غور يې وڅاري ، نو ورته څرګنده به شي ، چې امريکا په ريښتيا سره په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو د جوړلو نيت لري او په عامه اصطلاح د خپلو ګټو په خاطر يې پرلتۍ وهلي دي او دا وخت د ناټو ځيني نور هيوادونه هم غواړي ، چې له وخت څخه په ګټې اخيستنې سره په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره پوځي ځواکونه زيات کړي او خپلې موخې ، هر څومره زر چې کيداى شي تر لاسه کړي ؛ چې ښه بيلګه يې ايټاليا ده:
ايټاليوي مطبوعاتو د روان کال د تلې په ٢٤ مه خبر ورکړ ، چې د ايټاليا دفاع وزير په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډيويډ پيټريوس سره په ايټاليا کې د کتنې پر مهال پريکړه وکړه ، چې دوى به په نيږدې راتلونکي کې افغانستان ته له زرو زيات پوځيان وليږي او په دې سره به د خپلو پوځيانو شمير ٤٠٠٠ تنو ته ورسوي.
ايټاليا دا مهال د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ٢٨٠٠ سرتيري لري ، چې د افغانستان په لويديځ په تيره بيا په هرات ولايت کې ميشت دي او امريکا غواړي د هرات په شينډنډ کې يوه لويه پوځي اډه جوړه کړي.
له دې ټولو يادو مسئلو سره سره مې د تلې په ٢٥مه د آزادۍ راډيو په ويب پاڼه کې د بهرنيو ورځپاڼو ته د کتنې په برخه کې ولوستل ، چې امريکايي لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د روانو پېښو په اړه ويلي وو، چې په افغانستان کې د امريکا لپاره تر ټولو موازي کرښه لکه څنګه چې ادعا کېږي په عراق کې د سرتېرو زياتول، د روسانو ناکامه جګړه، يا هم د ويټنام تجربه نه ده، بلکې د تېرې سل کلنې جګړې په دويمه نيمايي کې د انګرېزانو تجربه ده، چې له بده مرغه انګرېزانو هم هغه جګړه بايلوده.
ورځپاڼې زياته کړه ده ، چې د دوشنبې په ورځ ولسمشر کرزي له سي، اين، اين ټلويزيون سره په خپله مرکه کې له ځينو طالب مشرانو سره د خبرو اترو مسله تاييد کړه او ورپسې سپينې ماڼۍ او د ناټو مقاماتو هم وويل، چې امريکا د سولې په هدف د دغو خبرو اترو ملاتړ کړى دى.
خو لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه په دې باور ده، چې حقيقي معامله، هغه شى چې اعلان به نه شي، د سل کلنې جګړې د موډل يا نمونې پلوي ده.
په دې معنى چې ښاغلى کرزى به يوازې کابل په خپله ولکه کې لري او ساتنه به يې کوي، د افغانستان نورې سيمې به د طالبانو او نورو جنګسالارانو لاسته ورشي.
ورځپاڼې په پاى کې دا هم ويلي و، چې له درېيو تر پنځو کلونو پورې به، کرزى او د هغه پلويان په ارامۍ تقاعد شي او طالبان به کابل ته مخه کړي.
لکه څنګه ، چې يې يادونه وشوه او د امريکايي ورځپاڼې تحليل پورته ذکر شو لويديځ په تيره بيا امريکا د خپلو هماغه پخوانيو خوبونو د ريښتيا کولو په نيت راپورته شوې او يو ځل بيا پر افغانستان د خيټې اچولو نيت لري ، ځکه له نن څخه کابو يوه نيمه پيړۍ وړاندې هم انګريزانو د ((ګندمک)) او ((ډيورنډ)) شرموونکي تړونونه پر يعقوب خان او عبدالرحمن خان باندې ومنل او له دې سره يې د افغانستان په ډيرو پراخو سيمو خيټه واچوله ، چې له امله يې له سمندر سره د افغانستان اړيکه قطعه شوه او د يو يتيم په توګه د منځنۍ آسيا په زړه کې د لسيزو لسيزو بدبختيو ، جګړو ، تيريو او يرغلونو ته پاتې شوو.
په پاى کې د افغانستان د يو غريب او عادي وګړي په توګه له ولسمشر کرزي، لوړپوړو افغان چارواکو او امنتي مسولينو څخه په ډير درنښت او خاکسارۍ هيله کوم ، چې په دې حساس پړاو کې ډير ځير اووسي او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا او بشپړې خپلواکۍ ته په پام سره ملي ګټې خوندي او د پرديو له زيان او ښکيلاکه يې په امان کې وساتي.