د هېواد اخري سياسي چاپيريال ته که وګورو نو د ولسمشر غني يوازې والی ښکاره تر سترګو کېږي،هغه د لومړۍ ورځې په چټکی سره خپل ټول ياران له لاسه ورکړل.
ولسمشر غني د افغانستان سياسي کور ته د يو صنف فکر وکړ هغه ټول د خپل شاګردانو غوندې تعبير کړل.
د هغه د طرفدارو دليل دادی چې هغه جنګ سالاران نه خوښوي خو کله چې ورسره په يوه پرتوږ کې پښې د ننه کړي بیا وايي چې ولسمشر ورباندې ځان منزل ته رسوي.
خو د ولسمشر غني د پيشو او دا موږک دا کيسه يوازې د جنګ سالارانو سره نه ده،هغه خپل ډېر نيږدې اکاډميک ملګري هم له لاسه ورکړل.
د بېلګې په توګه عمر ذاخيلوال،عبدالباري جهاني نه يوازې چې د ولسمشر غني ښه ملګري و بلکه تحصيل يافته او درانه خلک و.
دداخلي اجماع له لاسه ورکولو هخوا هغه بين المللي متحدین هم له لاسه ورکړل،هغه امريکا چې په څلورو کلونو کې سل هاوو افغان عسکر بمبار کړل په زرهاوو یې عام ملکي افغانان ووژل ولسمشر غني د هغه د خفګان لپاره يو ځل هم نه پوځ نه د عامي ګيله ورڅخه وکړه نن همغه امريکا هم ده له لاسه ورکړه.
خو هغه لا هم نېزه وهي،غوسناک غني چې د يو جنګ ځپلي هيواد ولسمشر شو،کوم چې هرې خواته يې درزونه کړي و، ددې په ځای چې ددې فقیر هيواد ياغي سياسي ثبات وساتي هغه يو ځل يو جنګ سالار خپلې خواته کري بيا بل.
خو جنګ سالاران هم اوس په غني پوه دي هغوی هم اوس دده په دې لوبو نه غولیږي او په لوبه کې غني ته لوبه جوړوي هم مقام هم پيسې هم پلوې ووهي هم یې په سبا د غني ملا ته ته تبر نيولی وي.
په دې ټوله غوغا کې ولسمشر غني د سولې د مذاکراتو څخه هم ډېر لرې غورځېدلی،هغه د سولې پرمختګونه د رسنيو له لارې څاري.
بلخوا امريکا طالبان په رسمیت وپیژندل،اوس دا ښکاره ده،امريکا د طالبانو دا ضمانت اخيستی چې افغانستان به د امریکا په خلاف نه استفاده کېږي،دا غوښتنه هيڅ وخت د يوې ډلې څخه نه کېږي،دا غوښتنه د حکومتونو څخه کېږي.
ولسمشر غني به پخپل لړزېدلي غږ تل دا چيغې وهلې چې طالبان بدون د افغان حکومت د موافقې څخه څوک د تور ليست څخه نشي اېستلای خو کېدي شي دا خبر هم ارګ تازه لوستی وي چې د طالبانو مذاکراتي ټيم ټول غړي امريکا له تور لیست څخه وباسل.
اوس نو د غوسې ډک غني ددې په ځای چې حالت درک کړي او د يو معقول افغاني هيئت دننه خپل کسان هم قطر ته ولېږي او يو د مذاکراتو نوم پورې وتړي،د سولې په وړاندې د خپل فردي کبر تېر شي هغه نوې سرې کرښې رسموي چې دا کرښې به د هغه پاتې نوم هم ورک کړي.
وروستي