دامريکا له کنتروله وتل که قيامت،خو د چا لپاره؟

امريکا اوس د نړی تر ټولو یوازې اما تر ټولو قوي هېواد دی،امريکا اوس په ښکاره دا وايي چې نور د تروريست ډلو ټپلو په ځای د رقيبو هېوادونو سره مقابله کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښکاره وايي ګلوبل کېدل يا نړيوال کېدل رد‌کو،چې هدف یې نړی پخپل لاس کې ساتل او قدرت او منابع نه تقسيم کول دي.

امريکا چین سره د تجارت جنګ ته ،په سوریې کې بل خونړي جنګ زېږولو ته چې لومړی تراوسه خلاص نه دی همداسې د اروپا،روسیې،هند او ترکیې په وړاندې د يو‌جنګ په موقف کې ولاړه ده. د تجاري او جيوپولتيکو لانجو پاي به ډېر ژر په عسکري مداخلو،او بغاوتونو بدل شي.

د CIA مشر وايي نور به د رقيبو هېوادونو مقابله کوي،جان بولټن وايي په ايران به قيامت راولی،د چین،روسیې او جرمني سره د پيل اقتصادي جګړې شدت،د چين اعلان چې نور مو چاړه په غاړه اېښودل شوې ده نتايج به یې يو هلاکت رامنځته کړي،د جرمني د بهرنیو چارو وزیر دا جمله چې د ټرمپ وروسته به هم د اروپا او امريکا اړيکې سمې نشي د رانيږدې کېدونکي بد حالت څرګندويي کوي.

د سوریې نه وروسته به ډېر ژر‌ د خليجي هېوادونو نوبت وي ،پرون پنتاګون اعلان وکړ چې د بحرين،اردون او‌کویټ څخه به خپل دفاعي سيستمونه لرې کړي.

دا جکړه به ايران او سعودي په حرکت پيل د‌مذهب او عرب او فارس په په نومونو به خدمت ته وړاندې شي،چې د عربستان ترننه به وړاندي لاړه شي ،ايران به مستقيم په اماراتو بريد وکړي او د خليجي هېوادونو دا نقشه به کاملاً بدله شي.

د‌ عثماني خلافت وروسته امريکا دا دي نېږدې سل کاله نړی یو طرفه اداره کړه خو په اوسنی نقشه او حالت کې د امريکا امپراطوري په خطر کې ده نو نقشه بدلون ته اړتيا لري.

خو ددې ټولو قرباني‌به‌ مسلمانان وي او زموږ افغانستان بې څښتنه ملک خو وخت څخه قرباني دی،ددې هرڅه سره سره د امريکا د جوش اخري نقطه کېدی شي د امريکايي امپراتورۍ پای وي خو قدرت به بيا هم هلته پاتې شي چا چې امريکا کې ساتلئ و دا چې دوي کوم بل هيواد انتخاب کوي مخکې له وخته ده.