اسلامي ارزښتونه (دیرلسمه برخه)



لیکنه : ابو الاعلی مودودي
ژباړه : عبدالرحمن فرقانی
 
دآخرت دعقیدې ریښتینوالی
 
دآخرت اړوند دعقیدې اړتیا او ګټه خو تا ته مالومه شوه ، اوس موږ په لنډه توګه تا ته دا ښیو چې رسول اکرم صلی علیه وسلم چې د آخرت په هکله د عقیدې کومه لارښونه کړی هغه د عقل پربنسټ هم سمه او درسته لارښونه ده ، سره لدې چې په دې عقیده باندې د موږ ایمان یوازی د رسول الله صلی الله عیله وسلم د لارښونه په بنسټ دی ، د عقل پکې دخالت نه شته ، خو که موږ ښه غور او فکر وکړو تر ټولو عقیدو دا په آخرت عقیده د عقل مطابق بریښي .
د آخرت اړوند په دنیا کې درۍ مختلفې عقیدې شته دي :
یوه ډله خلک وایی چې انسان تر مرګ وروسته فنا کیږي ، تر دې مرګ وروسته بل ژوند نه شته ، دا د بې دینه او ملحدینو خیال دی چې ځانته ساینسپوهان هم وايی . دوهمه ډله خلک وایی : چې انسان دخپلو ګناه وو د سزا ګاللو لپاره څو څو ځله په همدې دنیا کې ژوندي کیږي ، که دهغه اعمال ناوړه وي نو په دوهم ژوند کې د حیوان په څیر پیدا کیږي مثلا د سپي یا پشي په ډول ، یا د ونه په څیر پیداکیږي ، یا دکوم ناوړه انسان په څیر د بیا ځل لپاره پیدا کیږي . اوکه دهغه اعمال نیک او ښه وي نو تر لومړي ځل په لوړه درجه پیداکیږي ، دا خیال خام مذهبه خلک خپلوي .
دریمه ډله خلک د سزا او جزا لپاره د الله تعالی په حساب او کتاب او دحشر په ورځ ایمان لري ، دا د ټولو پیغمبرانو متفقه عقیده ده .
اوس د لومړی ډلې پر عقیده غور او فکر وکړه ، د هغوی داوه ده چې وایی : تر مرګ وروسته موږ د چا بیا ژوندي کیدل نه دي لیدلي ، موږ خو همدا وینو چې څوک مری په خاورو کې خښیږي ، د دې لپاره تر ژوند وروسته بیا بل ژوند نه شته . مګر غور وکړه دا منونکی دلیل کیدای شي ؟ تر مرګ وروسته مو څوک ژوندي نه دي لیدلي ! ، هغه څه چې په دې هکله ئې ویلي شوو هغه دا چې موږ نه پوهیږو چې تر مرګ وروسته څه پیښیږي ؛ تر دې وړاندې چې دا داوه وکړي چې تر مرګ وروسته هیڅ نه کیږي ، د دغې داوې اړوند ورسره څه ثبوت دی ؟ یو جاهل که الوتکه نه وي لیدلې ، هغه ویلی شی چې زه نه پوهیږم چې الوتکه څه شي ده ، خو که هغه و وایی چې زه پوهیږم چې الوتکه کوم شي نه ده ، نو عقلمند هغه ته احمق ( شوده ) وايي ، د دې لپاره چې د هغه نه لیدل دلیل نه شي کیدای چې هغه شي دې موجود نه وي ، یوسړی خو څه کوې که ټولې دنیا هم کوم شي نه وي لیدلي ، دا دلیل نه شي کیدای چې هغه شي دې موجود نه وي .
تر دې وروسته دوهمه عقیده راواخله ، د دې عقیدې پر بنسټ یوسړی چې اوس مهال انسان دی ، هغه د دې لپاره انسان دی چې کوم مهال هغه حیوان ؤ هغه وخت ئې ښه او نیک اعمال تر سره کړي وو ، او یو حیوان چې اوس مهال حیوان دی ، د دې لپاره حیوان دي ،چې د انسانیت په ژونادنه کې ئې ناوړه اعمال تر سره کړی دي ! په بل عبارت داسې ویلې شې چې انسان ، حیوان ، ونه .. ګرځیدل په اصل کې د لومړي ژوند د اعمالو پایله ده .
اوس پوښتنه دا ده چې وړاندې څه شې وې ؟ که وایې چې وړاندې انسان ؤ ، نو باید دا ومنو چې له انسان نه وړاندې حیوان یا ونه ؤ ، که نه نو پوښتنه پیدا کیږي چې د انسان قالب ده ته د کومو ښو اعمالو په نتیجه کې ورکړ شوي دی ؟ او که وایی چې حیوان یا ونه .. ؤ نو باید دا ومنو چې لدې ږړاندې انسان ؤ ، او که نه دا پوښتنه پیدا کیږي چې د حیوان قالب او ځیره ده ته د کومو بدو او ناوړه اعمالو په نتیجه کې ورکړ شوی دی ؟ خلاصه دا چې د دې عقیدې درلودنکی د مخلوقاتو د لومړي ژوندانه څرنګوالی نه شي ټاکلی ، ځکه تر هر ژوند وړاندې یو بل ژوند ته اړتیا پیدا کیږي ، تر څو راتلونکی ژوند د وړاندې ژوند د اعمالو په نتیجه کې وټاکل شي ، دا خبره په صراحت د عقل خلاف خبره ده .
اوس دریمه عقیده راواخله ، په دې عقیده کې تر ټولو وړاندې روښانه شوی چې یوه ورځ قیامت راتلونکی دی ، او الله تعالی دا موجوده دنیا رنګه بنګه کوی او یوه بله پایداره دنیا جوړوي ، دا داسې خبره ده چې پکې د شک کولو ګنجایش نه شته ، د دنیا په مخلوقاتو چې هر څومره غور وشي همغومره د دې خبرې ثبوت پیدا کیږي ، چې دا دایمي دنیا نه ده ، ځکه چې څومره قوتونه پکښې کار کوی هغه محدود قوتونه دی ، او یوه ورځ د هغه ختمیدل حتمي دي ، د دې لپاره ټول ساینسپوهان پدې باور شوی چې یوه ورځ به لمر سوړ او بې نوره شي ، او سیارې به دیوې بلې سره ټکر شي او دنیا به تباه شي .
بله خبره دا بیان شوی چې انسان به بیا ځل ژوندی کیږی ، آیا دا ممکنه ده ؟ که نا ممکنه وي نو دا اوسنی ژوند انسان ته څه ډول ورکړشوی دی ؟ ظاهره ده چې هغه الله تعالی چې انسان په دې دنیا کې ژوندی کړی دی ، هغه تعالی پدې قادر دی چې په بله دنیا کې ئې هم ژوندی کړي .
دریمه خبره دا ده چې انسان په دې دنیا کې هر څومره کارونه او اعمال تر سره کړی د هغه ریکارډ محفوظ دی ، په بل عبلرت هر څه لیکل شوی دي ، او دحشر په ورځ به د الله تعالی په حضور کې وړاندې کیږي ، دا داسې خبره ده چې ثبوت په اوسنۍ دنیا کې هم موږ ته پیدا کیږي ، وړاندې داسې ګمان کیده چې زموږ له خولې نه وتلی غږ لږ په هوا کې .. او فنا کیږي ، مګر اوس دا سې مالومه شوی چې هر غږ خپل نقش په شا او خوا شیانو باندې پریږدي ، چې دباره پیدا کیدی شي ، څرنګه چې د ګراموفون ریکاد او ثبت د همدې اصولو په اساس تر سره کیږي ، لدې څخه څرګندیږي چې زموږ دهر حرکت او خوزښت ریکارډ په هغو ټولو شیانو ثبتیږي چې دا حرکت ورسره ټکر کوي ، نو چې دا صورتحال وی لدې څخه په ډاګه کیږي چې زموږ پږره اعمالنامه محفوظه او ثبتیږي او د بیا ځل لپاره ئې حاضرول ممکن دي .
څلورمه خبره دا ده ، چې الله تعالی د قیامت په ورځ حساب او کتاب کوي ، او دانصاف سره زموږ د ښو او بدو اعمالو جزا او سزا ټاکي ، څوک ویلی شي چې دا نا ممکن کار دی ؟ پدې کې کومه خبره د عقل خلاف ده ؟ عقل خو په خپله دا غواړي چې د الله تعالی له لوری دانصاف سره حساب او کتاب او فیصلې وشي ، موږ وینو چې یو سړی نیکي کوی او په دې دنیا ورته هیڅ ګټه په لاس نه ورځي ، او یوسړی بدي کوي ، خو د دې بدۍ نه هغه ته په دې دنیا کې هیڅ زیان نه رسیږي ، یوازې دا نه بلکې موږ په زرهاوو داسې مثالونه وینو چې یو سړی نیکي کوی ځو برعکس د ګټې په ځای ده ته زیان اوړي ، او یو بل سړی بدي کوی ، خو د بدۍ په بدل کې د سوکالۍ او خوشحالۍ احساس کوي . دا راز پیښې چې عقل ویني دا غوښتنه کوي چې باید کوم وخت نه کوم وخت د نیکۍ اوبدۍ پاداش اوپایله انسان ته ورکړ شي .
آخري شی جنت او دوزخ دي ، د دې وجود هم نا ممکن نه دی ، که الله تعالی سپوږمۍ ، ستوري او لمر جوړولی شي نو جنت او دوزخ ولې نه شي جوړولی ؟ کله چې الله تعالی د خپلو بندګانو سره حساب او کتاب کوی ، نو نیکوکارانو ته د جزا ورکولو لپاره یو د لطف ، عزت او مسرت یو ځای خوباید وی ، همدا راز ګنهکارانو ته د سزا ورکولو لپاره یو د ذلت ، رنځ او تکلیف یو ځای خو باید وي چې دوی ته پکې سزا ورکړ شي .
په دې ټولو خبرو چې ژور غور وکړې ، ستا عقل به په خپله دا خبره تصدیق کړی چې د انسان د انجام اړوند چې هر څومره عقیدې دي تر هغو ټولو نه د انسان زړه ته د اسلام عقیده د منلو وړ ده ، او پدې عقیده کې هیڅ څه داسې نه شته چې ناممکن او عقل ته د منلو وړ نه وي .
نو چې داسې یوه خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم غوندې ریښتنی پیغمبر موږ ته ښولی وي ، چې سراسر زموږ پکې ګټه هم وي ، نو عقلمندي په دې کې ده چې په دې خبره باور او یقین وشي ، نه دا چې پرته له کوم دلیل څخه ئې اړوند شک وشي .
کلیمه طیــــبه
دا پینځه عقیدې دي ، چې داسلام بنیاد پرې ولاړ دی ( ۱)، د دې پینځو عقیدو خلاصه یوازي په دې کلیمه طیبه کې راځي
لا اله الا الله محمد رسول الله
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
( ! ) ما د ايمانياتو شميره پینځه ښولی ده ، دا پینځه بنیادونه د قرانکریم د سوره البقره د ۴۰ رکوع د مبارک آیات ( آمن الرسول بما انزل الیه من ربه .. ) او د من یکفر بالله وملائیکته .. د سورت النسا ء د شلمې رکوع نه اخیست شوی دی . په دې کې شک نه شته چې په حدیث شزیف کې و القدر خیره وشره هم په ایمانیاتو کې شمیرل شوی دي اوپه دې سره ایمانیات د پینځو پرځای شيږ شمیرل شوی دی ، خو په حقیقت کې ایمان په خیر اوشر د ایمان بالله یو ه برخه ده ، او په قرانکریم کې دا عقیده د همدې حیثیت سره سمه تشریح شوی ده ، د دې لپاره ما د دې عقیدې تشریڅ د توحید د عقیدې په برخه کې را اخیستی ده ، او همدا راز په حدیث شریف کې جنت او دوزخ او میزان او صراط هم د ځانګړیو عقیدو په څیر تشریح شوی دي ، خو په حقیقت کې دا ټولې عقیدې د آخرت اړوند د عقیدې برخې دي .
کله چې ته لا اله الا الله وایی نو ټول باطل معبودونو پریږدي او د یوه خدای د بندګي اقرار کوې ، او کله چې وایی محمد رسول الله د دې خبرې تصدیق کوی چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله تعالی رسول دی . د رسالت تر څنګ د دې خبرې تصدیق هم پرتا لازمیږي چې د الله تعالی په ذات اوصفاتو، په ملائیکو ، دالله تعالی په کتابونو، پیغمبرانو او د آخرت په ورځ ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته ښولی دی ایمان اوباور راوړي ، او دهغې تګلارې پیروی او متابعت وکړې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته ښولی ده .