۱۵ کلنه پاکستانۍ جينۍ: پلار مې څو ځلې راباندې جنسي تيری وکړ

روهي (جمعه/۲۳ د وري)، يوې ۱۵ کلنې پاکستانۍ جينۍ پوليسو ته شکايت کړی دی چې خپل پلار يې دوه - درې ځلې پر جنسي تيری کړی دی.

نوموړې د پوليسو پوستې ته ورغلې ده او ورته ويلي دي، چې مور يې مړه شوې او پلار تر اوسه څو ځلې پرې جنسي تېري کړي دي.

د بي بي سي د خبر پر اساس نوموړې پوليسو ته ويلي دي، "پلار مې کټ ته ودرېد، د وژلو ګواښ یې راته وکړ، په زور یې خپل کټ ته یووړم، او تېری یې را باندې وکړ".

د نوموړې پاکستانۍ جينۍ پلار امجد نوميږي او اوس مهال د پاکستان له خوا نېول شوې ده.