دا چې په افغانستان کې ګڼ شمېر مخابراتي شرکتونه وجود لري، چې ډېری یې د نورو هېوادونو په واک کې دي او دوی د بېلابېلو لارو چارو پیسو را جمع کوي، چې ترڅو زموږ په هېواد کې خپلو نه مشروعو موخو ته ځان ورسوي.
چون چې زموږ دولت په مخابراتي برخه کې کم ساری راغلی، که موږ نورې نړۍ ته پام وکړو نو زموږ هېواد په دې برخه کې بيخي شاته پاتې دی او زموږ دولت د دې لپاره کوم داسې خاص پلان نه لري، چې زموږ د ټولنې د هر کشر او مشر په ګټه تمام شي، بلکې خاص خپلې شخصي ګټې پکې پالي.
بله مهمه موضوع ده، چې زموږ په خوار او غريب هېواد کې غلاوې بيخې له حد څخه پورته شوي، که فکر وکړو تر انسانيت څخه راونېسه ان تر یوه عادي شي پورې غلاوې جريان لري.
د دې لپاره ځيني ځانګړې او خاصې ډلې ګمارل شوي، چې ترڅو د بېلابېلو شبکو له لارې پیسې لاسته راوړي، هغه دا چې دوی خپلو شمارو ته په کوم پروګرام یا سيستم سره کوډ بدلوي، چې هغه داسې کوډ وي، چې فکر به وکړې چې د بل هېواد څخه راته زنګ شوی، مجبور به شې چې بېرته زنګ پسې وکړې، نو که زنګ دې وکړ په یوه ثانيه کې به ۵۰ او له دې څخه پورته افغانۍ درڅخه غله کړي.
د نمبرونو بېلګې:
+5977682072, +12645391295, +5977682102, +15977682133, +5977682100, +50029955885
همدارنګه دې ته ورته نور ژوندي مثالونه هم شته ، خو ما هغه شمارې درسره شرېکې کړې چې ماته په خپله ترې زنګونه ترسره شوي ول، په لومړيو کې ما هم داسې فکر کوه چې آيا د چا به کوم زرور او اړين کار وي، چې دومره زنګونه کوي، یوه ورځ مې زنګ پسې بېرته وکړ نو په یوه ثانيه کې یې یو کارټ را څخه غله کړ.
او بله دا چې شايد د کمپنۍ په نوم درته داسې زنګ هم شوی وي، چې تاسو زموږ سره د ( ) پیسو کټونکي یاست، نو مهرباني وکړئ چې دومره پیسې زموږ دې نمبر ته جمع کړئ، نو ډېری داسې مسايل شته چې زموږ په ټولنه کې وجود لري او که زموږ دولت داسې صغيف مديريت ولري، نو فکر نه کوم چې له داسې ستونزو موږ خلاص شو، بلکې زموږ څخه به په هر ډول نومونو پیسې غله کېږي.
د مخابراتو وزارت څخه هيله لرم، چې په داسې مسايلو کې دې جدي اجرآت ترسره کړي، چې ترڅو په راتلونکي کې موږ د داسې ستونزو سره مخامخ نه شو.
یادونه: په مخابراتي برخه کې ځیني شرکتونه او ډلې له بېلابېلو لارو چارو پیسې لاسته راوړي، نو هيله دا چې د داسې مسايلو سره پوره پوره پام وکړئ او که د داسې شمارو څخه درته زنګ ترسره شي ، نو بېرته یې ما پسې کوئ.
وروستي