اسلام، سوله او جرګه د سیاست په ډ ګرکی


زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی د څلویښتو کلنو را په دی خوا د اسلام، سولې او جرګې چیغي او نارې ډیرې ګرمې او تودې دي. ددولت د سیاسي سټو د واک او قدرت د ټینګولو اوبقا لپاره ټولو واکدارانو ددغو دریو پاکو کلموڅخه ډیر کاراخیستی دی.مونږ ټوله ددې دورو عینۍ شا هدان یوو چې د تیرو څلویښتو کلونو په جریان کی نا کا مه او بی کفا یتو دولتي چارواکو د خلکو پا ک احساسات د خپلوکرغیړنواو نا وړو ګټو لپاره د جرګې ،سولې، اود اسلام د نا مه څخه کار اخیستی دی .اودا وسیله یې خپل هدف ګرځولی دی. ولې دا لړۍ او سلسله لاتراوسه پورې روانه ده، چې څرنګه او په څه چل خپله نا پاکه اراده پر خلکو باندی تحمیل کړي او په خپله د خپلې خو ښی حکو مت وکړي
نو راځیء چه دا درې واړه پاکې او سپیڅلې کلیمې لږ څه توضیح او تشریح کړو:
۱: اسلام ، اسلام د نړۍ د ټولو مسلمانانو هغه پاک او سپیڅلی دین دی چې دسولې او روغې جوړې ، ملي یووالي او وحدت، همکارۍ او کومک، صداقت اوراستي، سعادت او نیک بختي ، عدالت او ریښتنولۍ او همدارنګه دټولو مسلما نا نو ورونو تر منځ ددوستۍ او ورورګلوۍ فضا منځ ته راوړي. او سر بیره پردې په اسلام کی د ټولو مسلما نانو وړونو د ستو نځو او مشکلاتو په وخت کی د غوره او پوره مکملو اسلامي او شرعي قوانینو په چو کاټ کې ور ته بیلا بیل هدایتونه او توضیحات راغلي دي، چې د هر مسلمان ورور لپاره د ټولوچارو د حقوقي او شرعي رعایتونو قوانین په ښه توګه تضمین شوي دي او د هر مسلمان ورور د منلو وړ دي.
۲ :سوله ، سوله دژوند هغه ښکلا ده چې انسان د جهل اوغفلت له حا لت څخه د روښنا یې لوری ته بیایې او د خلکود ملتونو دامیدونو اوهیلو ډیوی بلی سا تي.سوله د ټولې نړۍ د بشري قا نونیت د حقوقو د ښه تضمین سمبول او زیری دی. چې د انسانی ژوند د ټولو چارو یعنی د نژاد، تبعیض، کرکی ، نفرت او دجګړو د ختمولو ارمان او الهام پکښی نغښتي دي . د سولی د طبعیت ښکلا او ځلا د قو مونو او اولسونو د وفاداری او نیک مرغی سمون ته لاره پرانیزی .او دژړا اوسلګیو ناوړی او ویرجنی حا لت ته د خندا او خو شالی هیلی ور بخښي. نو ځکه سوله ټول انسا نان غواړی،او د جنګ اوجګړو کرغیړن ناورین حا لت ته د
پای ټکی ږدی. په دی هکله سوله د انسا نانو د اجتاعی چا پیر یال د ژوندون یوه ښه بیلګه ده او د خوشا لیو او نیک مرغیو زیر مه ده.
احمد شاه بابا په دی هکله داسی وایې:
ځان به ویښ کړو هری خوا ته،هری خواته ر قیبان دي .
یو په بل می سره وژنی وایو خپل یوو ، غلیمان دي
۳: جرګی او مشوری د افغا نانو په منځکی یو معمولی پخوانی دود دی. چه د قومونو اوقبیلو په منځ کی د جنګ او جګړی په وخت کی خپلی شخړۍاو ستونځي د جرګي او مشوری له لاری حلیږی.څرنګه چه مونږ وینو په کلیو با نډو ولسوا لیو اوولا یتو کی چه کله یو قوم دبل قوم یا یو ه کورني د بلی کورني په مقا بل کی مدعا او دښمنی لری نو دکلی مشران او سپین ږیری په یوه ځا ی کی سره را ټولیږی او ددی مدعا او دښمنی دورکولو او له منځه وړلو لپاره فیصلی کوی.په جرګه کی د دواړو خواوو استازی او نما ینده ګان حضور لری.د جرګی پریکړی د دواړو متÙ
�ابلو لخوا منل کیږی. اوددی ناوړی پیښی حل و فصل ته د مشرانود فیصلو پریکړه اعلانیږی، چه بیاد ټولو د قبول وړ ګرځي.ولی دجرګی استازی د هیچا په طرف یوه اړخیزه او بی ځا یه پریکړی نه کوی، بلکه دشخړو او ستنځو د واقیعی بند او بست چاری د وجدان د حقیقی قضاوت پر بنیاد و دواړو خواووته په ډاګه اعلانوی او متقا بلی خواوی هغه بیا په عمل کی پلي کوی .
ددغو پور تنیو دریووسیلوڅخه د نن او پرون د واک او قدرت تږی خود خوا او جا ه طلبه چا رواکي داسی ګټی اخلی، چه دخلکو ملا تړ په همدغه لاره کی یعنی چه د اسلام سولی او جرګی نوم په کښی ذکر شوی وی خپل هدف لاسته راوړي . دوی تر بل هرچا دعدالت سولی جرګی او اسلام ناری او چیغی وهی او خپلی ناوړی کړنی او آرزوګانی د زور، جبر، ظلم او پیسو په کومک سره د خلکو د روا حق څخه د نا روا حق د استفادی په توګه مختلفی لاری چاری پکار اچوی اوددی هدف لپاره هیڅ زړه سوی او خواخوږی نلری او د هیچا پروا هم نه لری ولو که دا کار ددوی د سر په زیان هم تما مه شی . .
دا چار واکی په سپینه او رڼا ورځ د خپلو شخصی ګټو لپاره کله کله لویه جرګه ،د سیمی د امن جرګه،د ملی پخلاینی جبهه، او د سولی د امن شورا او داسی نوری جرګی داسی دایریوی چه د خلکود اصلی استازو د ګډون نه پرته منځ ته راځی، او دوی خپلی روانی تبلیغوی چاری داسی تنظمیوی چه ددوی ښګیڼی او ګټی پکښی نغښتی وی. او خلکو ته وايې چه ګواکی مونږ دا ټوله په ریښتیا هم ستا سو لپا ره غواړو اودا دخلکو ملی ارمان او پیغام دی. مګر مونږ ستاسو اصلی او واقعی خد مت ګاران یوو. .
ولی په اصل کی ددغو جرګو ټول غړی ددولت لوړپوری چارواکی، د خلکو تش په نا مه بی هویته متنفذین او ملا یان، د جهاد په نا مه د افغانانو ددرو لسیزو توپک سالاران او جنګ سالا ران،په غرب کی میشت فاسد بیروکراتان اودهیواد په کچه خونخوار او نا اهله ملکان او بی پته مشران تشکیلوی. چه ددوی په وجود کی دا سپیڅلی ارمان هیڅ کله او هیڅ وخت دعمل ډګر ته نه رسیږی او د سولی د کاروان دا پا کی هیلی نشی راتلای ولی لکه یو متل چه وایې: چه کوږ بار تر منزله نه رسیږی. مګر ددوی دقدرت واګی به نوری هم په نا وړه او نا جایزه توګه د خلکو تش په نا مه محکمی اوټینګیږی .
دغه بی هویته او بی پته مشرانو زمونږ د ګران هیواد پلازمینه کابل دومره ویجاړاو دړی وړی کړ چه زمونږ تا ریخ یې په دووسوو کلنو ساری نلری . دوی اول د پاک اسلام په نا مه په خپلو کی پر یوولسو تش اسلامی ډلو ټپلو وویشل شول او بیا وروسته هر یوه د خپل بقا او پا یښت لپاره په خپلو کی د جنګ او جګړی د خرپ ناورین او نا تار پیل کړ .دغه دوطن دښمنا نانو په څلورو او پنځو کلنو کی د هیواد د بیت المال ټوله شتمنی لوټ کړه، د افغا نستان څو کلنه اړدو او دفا عی سیستم یې دړی وړی کړی ، د هیواد د کلنو کلنو دفاعی شتنمی ذخیری لکه: جنګی ټانګونه، جنګی او څر خی الوتکی په زرګونو نور دفاعی ،رزمی جنګی او ترانسپورتي وسیلی چه د هیواد ددفاع د عزت او پت اوځمکنی تمامیت د ژغورولو لپاره پخوانیو دولتی واکدارانو د مختلفو هیوادو څخه پلورلی وی ،او هم دارنګه دفاعی پر سونل چه په مسلکی هوایې او زمینی زده کړو سمبال وو. د ظا بط څخه بیا تر ستر جنرالی پوری ټولو د هیواد په کچه ددفاع وتلی مسلکی کار پوهان د لویې تجربی خاوندان او زړه ور سپاهیان چه په هیواد که دننه او بهر يې لوړی مسلکی زده کړی کړی وی داسی له منځه یوو وړ. چه تر نن ورځی پوری ددغو ټولو وسیلو او دفاعی مسلکی پر سونل نښی او نښا نی نه لیدل کیږی .زروی درنی وسلی اوجنګی مهیمات یې ټوله د ګاو نډیو هیوادو په شخصی پانګوالو باندی خرڅ کړل„ مګر نن همدغه څیرې د هیواد په داخلی ساختمان او جوړښت وی کی ستر رول لری.
دوی دپارلمان اکثره څوکی، ددولت د اجرائیه ، مقننه او قضا یې قواوو په لوړ پوړو څوکیو او هم دارنګه د ولایت او علاقی تر سطحی پوری یې ټولی دولتی کړۍ په خپل واک او قبضه کی نیولی دی. دوی زیا تره غیر مسلکی ،غیر تعلیمی او د تحصیل د کچی ټیټ کسان دی چه په دولتی او حکومتی چاروکی هیڅ تجربه او سا بقه نه لری
نو دا سیاسی څټی د هیواد د سولی او جوړی بند او بست ته هیڅکله خو شاله نه دی.ځکه دوی په خپله تر پوښتنی او تحقیق لاندی دی چه د خپلو کړونو او ناوړو عملونو ته ځواب ووایې او د قضاوت او عدالت حساب او کتاب ته غاړه کښیږدی.
ولی محمد نورزی