پاکستان کې چاودنې ۱۶ کسان وژل شوي او ۳۰ ټپيان دي

روهي (جمعه/۲۳ د وري)، د پاکستان په بلوڅستان ايالت کوټه کې يوې چاودنې ۱۶ کسان وژلي او ۳۰ نور په کې ټپيان شوي دي. ويل کيږي چې په چاودنه کې ډېری قربانيان هزاره وګړي دي.

هزاره وګړو ته په دې اساس زياته مرګ - ژوبله اوښتې ده، چې د سبو او مېوې منډيۍ کې شوې ده او هلته ډېری هزاره وګړي مېشت دي.

د چاودنې شدت زيات وو، چې غږ يې د کوټې تر ښار اورېدل شوی او شااوخوا سيمې يې لړزولې دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه بريد مسووليت په غاړه نه دی اخېستی.