دوطن زما كه سمه ده كه غردی
څومره ښكلی دی زما دزړګي سر دی
غوښې وينې مى ترې ځار او ترې قربان شه
دا ناموس دا مې جنت دا مى كوثر دی
راشه وګوره ګورګورې او مامڼې
هر نعمت پكې پريمان ډك دثمردی
دا رښتيا ده خوست خوخوست دى كه يي ګورې
ښكلی ښكاري په چينار شمس وقمر دی
هر دښمن به ځي له دې ځايه سر ټيټى
هر بچی يي قهرمان او زړه ور دی
زه خوستى به په مړدونې هم ترې ځار شم
خوست مى جان دی هم مى مور هم مى پدر دی
وروستي