
روهي (پنځه نۍ/۲۲ د وري)، نن ورځ په هندوستان کې د مرکزي پارلمان ټاکنې تر سره کيږي او په پايله کې به يې پارلمان او نوی حکومت رامنځ ته شي.
د هندوستان د ټاکنو کمېسيون ويلي دي چې تر ۹۰۰ مېلېونه کسان د رايو وړ دي چې ۵۴۳ کسانو به د پارلمان د غړو په توګه غوره کړي.
د هندوستان حکومت ويلي دي چې د دغه ټاکنو پايلې به د مې مياشتې په ۲۳مه نېټه اعلان شي.