
روهي (څلورنۍ/۲۱ د وري)، د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي چې په پاکستان کې شته وسله والې ډلې د دغه هېواد په ګټه نه دي او ژر به يې بې وسلې وکړي.
نوموړي د بي بي سي نړیوالو چارو خبریال جان سمپسن سره په يوې مرکې کې ويلي دي چې د وسله والو ډلو د ځپلو او بې وسلې پر وړاندې يې هڅې جدي او ګړندۍ کړې دي.
خان په دې اړه بي بي سي ته ويلي، "د دوی مدرسې مو کنټرول کړې، غړي یې تللي. دا د وسلوالو ډلو د بې وسلې کولو سنجیده هڅه ده".
د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي چې وسله والې ډلې د پاکستان ملي ګټې نه شي تضمین کولی او د جيش محمد په شمول به ټولې بې وسلې کړي.