نوى کال نوى هوا نوى بهار دى
نوى ژوند نوى جنبش نوى روزګار دى
چې هيواد مو هم ودان او هم سمسور شى
وخت د کښت او بزګرۍ او نوى کار دى
نوې سا په طبيعت کښې راپيدا شوه
ژوندى شوى په قدرت دګر د کار دى
د شنو پانو په دفتر کښې ليکل شوی
کايناتو کښې د خدای قدرت اشکار دی
چه نسيم په چليدو شو هرې خواته
له هوسه په نڅا ورته څنار دی
د سپين زر په شان ويالې او بوته ډکې
په نارو په چيغېدو روان ابشار دی
د څپو او د موچو په خوږه ژبه
په توصيف د پسرلی کښې سيند اقرار دی
ياسمن لمن لمن چمن خوشبوی کړو
معطره د ګلشن درو و ديوار دی
د کاکل په شان چه وغوړيد سنبل بيا
بی ًقيمته مشک د چين او د تاتار دی
نازبو بيا په فخر و چمن ته راغله
بيا مشغوله نسترن په خپل سينګار دی
سروه بيا د پسرلی بيرغ راجګ کړو
د ګلانو هره خوا کښې تود بازار دی
اسمان شين دی لاجورد غوندې روښانه
لمن ډګه په لاله د کوهسار دی
شر و شور نه قيامت جوړ که مرغانو
له مرغانون ځينې ډک چه مرغزار دی
د پاختکو او کوترو کاروان راغی
د کارغانو خېل ملکو ځينې فرار دی
قمری جوړه کړه په سروه کښې بيا جاله
په دښتونو کښې بيا زرک په ناز رفتار دی
هنګامې د محبت تازه تازه شوې
بلبل بيا په شور فرياد او په چيغار دی
وروستي