
دشينکي خان جګ قد و ، اومات کړی يې هرحد و . کله به يې چې ځانته کالي کول ، نوبه يې څلورنيم ګزه ټوکرواخيست اوپرخياطانو (درزيانو) به ورسم سو. دښارهرخياط به ورته ويل ، اې شينکی خانه ! ته ډېرغټ سړی يې ، دڅلورنيم ګزه ټوکره وتاته جامې نه جوړيږي . شينکي خان به په ننواتوپيل وکړويل اې استادانو ! خدای ته وګورﺉ وايم نه لرم نورتوان ، په دغه ټوکرمې په يوډول پټ کړی زماپه لقب (خان ) مه تيروزی دغه غوړلقب مې هسي اوخوشي په نامه پوري ټينګ موښتی دی . زه په حقيقت کښې ډېر خوارسړی يم پرمارحم وکړی . پسله ډيره کړاوه به شينکي خان دخياط قناعت حاصل کړ . ٣١ کلن ناورين ، جګړو ، خونړيوبد
لونونواوبروبيزن شينکی خان هم دخپل ټاټوبي پريښودلوته اړکړ . نوموړې په پردي وطن کښې دجبري کډوالۍ په کړکيچن ژوندچې دراتلونکي په اړه وړاندوينه پکښې ناممکنه وي پيل وکړ . ځايي خلکوبه دشينکي خانه تل پوښتل : ته څوک يې ؟ - دکوم هيواديې؟- دلته دڅه دپاره راغلی يې؟-ايا له خپل وطن سره مينه لرې ، که دي جواب مثبت وي نوبيادلته په پردي وطن کې څه کوې ؟- کله بيرته خپل وطن ته ځې ؟ - دې ټولوپوښتنوته مايوس اوبې موراله شينکي په ټيټ سراوږغ يوواحدجواب وايه : مسافري درنه خواري ده که څوک پاچاوي دګدا محتاج يې کړينه . پرشينکي په پرديسۍ کښې کلونه کلونه تيرسول ،ولې په کوڅه اوګاونډکښې يې نه چانوم زده کړ ، نه يې ترپايه اعتماد په وکړ ، نه يې په خپلوخوښيو اوغم کې ورګډاوه ، نه يې ټولنيزي اړيکې ورسره پاللې ، دده وجوداستثناګڼل کيدی اوپه ټولنه کښې پرهيڅ حساب و . ولې شينکي خان پدې ذهني انارشيزم اوټولنيزبدلون کښې خپل هويت اوارزښتونه ژوندي وساتل . هو ، شينکی خان تکړه ترانسناسيونال (ددووبيلابيلوکلتورونوپه منځ کښې په معنوي لحاظ ژوندي پاته کيدل ) و . نوموړې خپلې لهجې اوجامې ته تغير ورنکړ ، خو په معقوليت اوهوښيارۍ يې اينټيګريشن ( Integration ) ته هم کلکه پاملرنه کوله . شينکی په بې وطنۍ کښې دخپل وطني عادت سره سم دڅلورنيم ګزه ټوکرسره خياط ته ورغلی . خياط کالي ورته جوړکړه اونيم ګزټوکريې هم بيرته شينکي ته ورکړ، ويل ټوکردې ډېر زيات راوړی و . شينکي په حيرانتياخياط ته وويل : په کابل کې خويې ويل چې زه ډېرغټ سړی يم په څلورنيم ګزه ټوکرکښې لا زه نه ځايېدم ،خوتادادی دڅلوروګزو ټوکره ښې پراخې جامې راته وګنډلې . خياط ورته وويل : کابل ستاوطن واوهرسړی په خپل وطن کښې غټ اودروندوي ، عزت يې وي ،خلک په درنه سترګه ورته ګوري اوپيژندګلوي لري . ته دلته څه يې ، اوڅه لرې ؟؟؟ - شينکي وويل : په رښتيا چې بې وطنه سړی هرچيري توهين دی - په يوه توت به وانخلي مهاجرڅوک .