سعودي عربستان د امریکا نه د ایران په مسئله کې ملاتړ اعلان کړ

روهي( څلورنۍ/۲۱ د وري)، سعودي عربستان د امریکا متحده ایالتونو لخوا د ایران د سپاه پاسداران ځواکونه د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په لست کې د شاملولو پریکړې نه د ملاتړ اعلان وکړ.
 
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې ( د امریکا متحده ایالتونو دا پریکړه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې اوچت شوی یو ډیر مهم او جدي ګام دی.
 
اعلامیه کې راغلي دي چې د امریکا دا اقدام او د سعودي عربستان لخوا نړیوالې ټولنې ته د ایران تر واک لاندې د ترهګرو د معرفي کولو هلو ځلو په ثمرې ورکولو پیل وکړ.