مصر کې په دوو بریدونو کې لږ تر لږه ۸ تنه مړه او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي

روهي( څلورنۍ/۲۱ د وري)، د مصر د کورنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د سینا په نیمه ټاپو کې د شیخ زوید په ښار کې په یو بازار کې ځانمرګی برید شوی دی.
 
پدې برید کې ۴ تنو پولیسو او یو تن ۶ کلن ماشوم په ګډون ۷ تنه مړه او ۲۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
 
همدا ډول د سینا په نیمه ټاپو کې د رفاح په ښار کې هم پر عسکرو په ترسره شوي بمي برید کې یو تن سرتیري ژوند د لاسه ورکړی او یو تن سرتیری هم ټپي شوی دی.
 
د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دویم برید په لاره کې د ځای په ځای شوي بم په واسطه د امنیتي ځواکونو د موټر د تیریدو پر مهال شوی دی.