ایې اېم اېف: د پاکستان اقتصادي حالت مخ په خرابېدو دی

روهي( څلورنۍ/۲۱ د وري)، ایې اېم اېف په نوې څېړنه کې ویلي دي چې د پاکستان اقتصادي حالت مه په خرابېدو روان دی دغې نړیوالې ادارې زیاته کړې ده چې په پاکستان بېروزګاري مخ په ډېرېدو ده.
 
دغې ادرې همدا ډول زیاته کړې ده چې په پاکستان کې په ۲۰۱۹ کال کې بېروزګاري زیاته شوې او اقتصادي پرمختګونه کم شوي دي.
 
دغې نوې څېړنې کې راغلي دي چې په ۲۰۱۸ کال کې اقتصادي پرمختګ ( ۲.۹ ) سلنه و خو په ۲۰۱۹ ز کال کې ۲.۸ سلنه ته راټیټه شوې ده. تېر کال په پاکستان کې د بېروزګارۍ کچه ۶.۱ وه خو اوس ۶.۲ سلنې ته لوړه شوې ده.