
روهي( درې نۍ/۲۰ د وري)، د پاکستان بشري حقونو مشر مهدي حسن ويلي په پاکستان کې د سختدريځۍ زياتېدلو په وجه د بيان ازادۍ تړلو له کبله ، د تنقيد نه زغمل، د مدني ټولنو فعاليت کمېدل او تر بنديز لاندې ډلو فعاليت شامل دي چې نور خلک بنسټپالنې ته هڅوي.
مهدي حسنرسنیو ته ویلي: (په ټولنه کې مذهب پالنه بيخي ډېره زياته شوې ده. داسې مذهبي ډلې شته چې تر بنديزونو وروسته يې په بدلو نومونو فعاليت ته دوام ورکوي.
د زیاته کړه چې ځینو ته دوی ته له نورو هېوادونو هم پېسې راځي او په پاکستان کې يې هم راټولوي. زموږ مدرسو کې داسې نصاب ښوول کېږي چې له کبله يې په ټولنه کې د خلکو تر منځ نفرت زياتېږي. دې سره سختدريځي پراخېږي.
د پاکستان بشري حقونو کمېشن مشر مهدي حسن مشال راډيو ته دا هم وويل چې په دې وروستيوو کې په زور په سند صوبه کې د جينکو مسلمانولو او ودولو په پېښو هم اندېښنې لري او زياتوي چې په دې پېښو کې ککړو کسانو ته سزا نه ورکول اسلام پاله خلک سختدريځۍ ته هڅوي.