کراچۍ کې دنامعلومه کسانو په ډزو دوه پوليسو په ګډون پنځه کسان ژوبل شوي دي

روهي( درې نۍ/۲۰ د وري)، د کراچۍ په مختلفو سيمو کې د نامعلومه کسانو په ډزو دوه پوليسو په ګډون پنځه کسان ژوبل شوي دي .
 
کراچۍ کې د ترهګرۍ پيښو کې یو ځل بیا زیاتوالی راغلی دی.
 
پولیسو رسنیو ته ویلي دي چې دوه موټرسایکل واله یې د تلاشۍ لپاره ودرول چې د هغوي له خوا ورباندې ډزې وشوې په ډزو کې طارق او عابد نومي پوليس ژوبل شوي دي.
 

پولیسو د ډزو کوونکو د نیولو لپاره عملیات شروع کړي دي.