د امریکا کانګریس غړي :امریکا دې پاکستان ته د ( ایې ایم ایف ) د ورکړل کیدونکي پور مخه ونیسي

روهي( درې نۍ/۲۰ د وري)، دامریکا دکانګریس درې غړو ټیډایس یوهو، ایمي بیرا اوجارج هولډنګ پرون ورځ ټرمپ انتظامیې څخه غوښتنه کړې چې امریکا باید د ( ایې ایم ایف ) لخوا پاکستان ته د ورکړل کیدونکي پور مخالفت وکړي.
 
دغو وکیلانو اندېښنه ښودلې چې د ( ایې ایم ایف ) نه ترلاسه کیدونکې پیسې پاکستان د سي پیک دپاره چین څخه د اخستل شوؤ پورونو په لنډولو لګول کېږي.
 
دغو سنیټیرانو اندېښنه ښودلې چې دایي ایم ایف نه ترلاسه کیدونکې پیسې پاکستان د سي پیک دپاره چین څخه د اخستل شوؤ پورونو په لنډولو مصرفولی شي.
 
دامریکا دخزانې وزیر سټیو منوچن اؤ د بهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو ته استولي یو لیک کې دغو درېواړو وکیلانو لیکلي چې چین پاکستان کې دسي پیک په اساس د۶وملیاردو ډالرو سرمایه ګزاري کوي اؤ ددې پروژې دپاره د ورکړل شوؤ پورونو دخلاصون او پروژې څخه دګټې اخستلو لارې بیخي پټې ساتل شوي دي.
 

هغوي ویلي د چین دا طریقه ده چې خلک د پورونو په لومه کې نښلوي ، تر دې وړاندې یې سریلنکا ته هم دسمندري غاړې دپروژې جوړولو دپاره پورونه ورکړي وؤ خو هرکله چې بیا سریلنکا چین ته دپورونو ورګرځولو توان نه لرلو نو هغوئ دغه سمندري غاړه چین ته وسپارله.